Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران، پاکستان، چین او روسیې ګډه خبرپاڼه: وسله والې ډلې له افغانستانه سیمه او نړۍ ګواښي

د ایران، پاکستان، چین او روسیې ګډه خبرپاڼه: وسله والې ډلې له افغانستانه سیمه او نړۍ ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

څلورو هېوادونو پاکستان، ایران، چین او روسیې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ څپې د راپورته کېدو خبرداری ورکړی.

دغو هېوادونو یوې ګډې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې دننه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو غورځنګ، جیش العدل او د ترکستان اسلامي غورځنګ فعال حضور لري او له هغه ځایه ترهګریز فعالیتونه تنظيم کوي.

د دغو څلورو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په څنډو کې یوه ګډه ناسته کړې او له ناستې وروسته يې په خپره کړې  خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، که یادې ډلې کنټرول نه ‌شي، ښایي ټولې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښونه جوړ کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په افغانستان کې څو وسله ‌والې ډلې فعال حضور لري چې په کې داعش، القاعده، جېش العدل، د ترکستان اسلامي غورځنګ، د بلوچستان آزادي غوښتونکی پوځ او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ډله شامل دي. دغه وسله ‌والې ډلې نه یوازې سیمې، بلکې ټولې نړۍ لپاره امنیتي ګواښ پېښولی شي. موږ د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت غوښتنه کوو چې د دغو وسله ‌والو ډلو له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.»

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي د دغې ګډې خبرپاڼې په تړاو څه نه وایي، خو په تېر کې یې په ځلونو ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي.

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي وایي، دغه هېوادونه په سیسټماټیک ډول هڅه کوي په افغانستان کې پر اوسني سرپرست حکومت فشار راوړي، ترڅو د دوی غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « دغه څلور هېوادونه په عمومي توګه د پاکستان د فشار له امله دا ډول خبرې کوي. که څه هم د دوی خبرې له یوه تهمت پرته بل څه نه دي؛ ځکه دا مهال افغانستان کې هېڅ یوه ترهګره ډله نه شته مګر ځینې شبکې شته چې په نورو هېوادونو کې هم حضور لري. پاکستان غواړي افغانان نړۍ ته ترهګر یا د ترهګرو ملاتړي معرفي کړي، حال دا چې دا هرڅه د دوی په خپل وجود کې دي.»

په ورته مهال، ځېنې نور بیا وایي، اسلامي امارت ته په کار ده چې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د ترهګرۍ د ادعاوو په تړاو خبرې وکړي.

د دوی په خبره، دا ډول ادعاوې د سرپرست حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي بې ‌باورۍ ته لار هواروي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي: « مهمه دا ده چې اسلامي امارت باید د سیمې هېوادونو او هغو هېوادونو ته بلنه ورکړي چې دغه شان ادعا کوي. باید یوه ګډه کمېټه جوړه شي او دغو هېوادونو ته وښودل شي چې د دوی د پام وړ ډلې دلته نه شته. که داسې ونه شي، دا ادعا به هره ورځ تکرار شي او دا زموږ هېواد ته زیان اړولی شي. خو یوه خبره دا هم ده چې د دغې ادعا کوونکي هېوادونه یو بل له افغانستان څخه وېروي.»

د افغانستان درې ګاونډي او یو سیمه ‌ییز هېواد داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعال حضور په تړاو ادعاوې کوي چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي  امیرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې ځپل شوې او ځینې ان صفر ته رسول شوې دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هېچاته زیان ونه رسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist