Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: افغان ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې له طالبانو ۳۰ ولسوالۍ بېرته نیولي

admin by admin
2021/07/27

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو  له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې تر دې دمه یې په بېلا بېلو ولایتونو کې ۳۰ ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي دي .

شینواری وايي، هڅې روانې دي، چې په لنډه موده کې هغه نورې سیمې هم بېرته ونیسي، چې دا مهال پرې وسله ‌وال طالبان پرې حاکم دي.

شینواري زیاته کړه: «افغان وسله وال پوځ ۳۰ ولسوالۍ او یو شمیر سیمې بېرته له طالبانو نیولي دي او په نږدې راتلونکي کې به د نور بریاو خبر هم  له خلکو سره شریک کړو.»

د افغان پوځ بله ادعا دا ده، چې شااوخوا تیرو ۱۰ ورځو کې یې له ۱۵۰۰ زیات وسله وال وژلي او ۸۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

خو طالبان بیا وايي، له درې څلور ولسوالیو پرته نورې ټولې نیول شوې ولسوالۍ یې ساتلې دي او په تېره یوه اوونۍ کې یې په هلمند، نورستان،کونړ او کاپیسا ولایتونو کې شپږ نورې ولسوالۍ هم نیولي دي.

طالب ویاند هغه ادعا هم رد کړه، چې ګواکې د حکومتي ځواکونو یې له دوه زره زیات وسله‌ وال وژلي دي.

  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په تېره یوه اوونۍ کې مو شپږ ولسوالۍ نیولي دي. د  هلمند مارجه او نادعلي،د کونړ غازي اباد او ناړۍ د کاپیسا نجراب او په نورستان کې د برګمټال ولسوالۍ ده او په دغه موده کې له ۷۰ زیات حکومتي سرتېري وژل شوي دي.»

دواړه خواووې یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې لري، خو په دې جګړو کې زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې،په تېرو شپږو میاشتو کې له پنځه‌ زره زیاتو ملکي ګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۵۱ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، ولسونه دې نور د جګړې پرضد جنګ پیل کړي او جګړه مارې ډلې دې وپوهوي، چې دوی پر حقه نه دي. 

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: «په هېوادونو کې اوږدې جګړې د ولسونو لاس او پښې ورماتوي، ټولنه له پرمختګ غورځوي او نورو ته یې محتاجوي، د جګړې رهبرۍ باید په دې فکر وکړي، چې د دوي د کار پایله یوازې د ولسونو تباهي ده او هېڅ هم لاسته نه راوړي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« په کار ده، چې پر یوه غږ سره د جګړې ضد جګړه پیل شي او باید هر جګړه مار ته وویل شي، چې ته برحقه نه يې او موږ د جګړې خلاف یو، له دې پرته د دې جغرافیې موجودیت او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.»

دجګړې وروستي شدت د امریکاهوايي ځواک هم اړ کړ، چې کندهار او هلمند کې پر وسله‌ والو طالبانو درانه بریدونه وکړي او خبرداری یې ورکړی،که جګړه لومړیتوب وي، دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist