Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا یو ځل بیا کندهار کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

admin by admin
2021/07/27

 امنیتي سرچینې وايي، د امریکایي ځواکونو B-52 جنګي الوتکو یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او کندهار ښار کې طالبان په نښه کړي.

سرچینې وايي، دغه بریدونه تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د “حوت غره” سیمه کې د طالبانو پر دوو هاموې ټانګونو شوي. 

یادو سرچینو زیاته کړې، چې برید امریکايي B-52 الوتکې کړی، چې پر مهال یې دوه ټانکونه له منځه وړل شوي او لس طالبان پکې وژل شوي دي.

سرچینه وايي، د امریکا هوایي ځواکونو دغه راز د کندهار ښار شپږمي حوزې په “محلجات” سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي. 

امنیتي سرچینو په دې بریدونو کي د اتلسو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د ګڼو نورو ټپی کېدو خبره کوي.

طالبانو تر اوسه د امریکایي ځواکونو د دغو تازه هوايي بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا له تېرې اوونۍ راهیسې کندهار کې دویم ځل دی، چي د امریکا هوایي ځواکونه طالبان په نښه کوي.

تېره اوونۍ کې یې هم د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند “وچ باغتو” او د کندهار ښار د دیارلسمې حوزې اړوند “سرې غونډۍ” سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist