شمالي کوریا اوس هم په پټه اټومي پروګرام ته دوام ورکوي.
امریکا وايي، د اټومي ازمایښتونو له شلو مرکزونو ۱۳ یې اوس هم په مخفي توګه د شمالي کوریا په یو شمیر سیمو کې فعالیت لري.
د امریکا ځينې فکري مرکزونه وايي، بحثونه یې پیل کړي چې دا خبرې د شمالي کوریا له چارواکو سره شریکې کړي.
د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو ستر مرکز هم په خپل وروستي راپور کې د دې خبر پخلی کړی دی.
اخو شمالي کوریا له واشنګټن سره د مذاکراتو له پیل څو میاشتې وړاندې اټومي ازمایښتونه بند کړي خو د امریکا د تازه څرګندونو په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویلي.