Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کرښې هاخوا پښتانه سیاستوال: پاکستان د افغان جګړې لپاره جنګیالي روزي او جګړې ته یې لېږي

admin by admin
2021/07/26

د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د کوټې په پشین سیمه کې زرګونه کسانو د عثمان کاکړ د ترور په اعتراض راټول شوي او یو ځل بیا یې د کاکړ پر ترور خفګان وښود او د پاکستان حکومت یې د هغه پر ترور ګرم وباله.

 په ورته وخت کې دوی وايي، پاکستان د افغان جګړې لپاره جنګیالي روزي او جګړې ته یې استوي.

دوی  يوځل بيا د پاکستان حکومت ته اختطار ورکړ چې له افغانستان څخه دې لاس واخلي، که نه ټوله سيمه به نامنه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي: «که پاکستان او ايران له افغانستان څخه لاس ونه باسي. دلته به يو داسې اور بل شي،چې نه به د ايران جنډه وي او نه به د پاکستان.»

محمود خان اڅکزی وايي، هره ورځ له افغانستانه پاکستان ته د طالبانو جنازې راوړل کېږي او د نزاکت له مخې دوی د جنازو ترڅنګ د خپلې مبارزې چېغې نه کوي.

اڅکزي زیاته کړه: «هره ورځ له افغانستانه دېخوا د طالبانو جنازې راوړل کېږي. موږ د هغو جنازو د احترام لپاره د زنده اباد او مرده اباد نعرې نه وهوو.»

د غونډې ګډنوال وايي، پاکستان طالبانو ته پرمختللې زده کړې ورکوي او آن هغه کسان چې یوځل ټپيان شوي، تر درملنې وروسته بيا افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی  نواب اياز وايي:«ومې ليدل، چې د څو کسانو پښې پرې وې، خو په پلاستيکي پښې بيا افغانستان ته روان ول، چې دا بله پښه يې هم پرې شي. د افغانستان جنګ کې نيمايي پښتانه نيمراهي شوي.»

 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی  وايي:«درې مياشتې وروسته به د پښتون قوم مسلې حل لپاره په بنو کې لویه جرګه جوړېږي، چې علماء او سکولران ټول به په کې وي او پر ګډه به غږ پورته کوي، چې درې ورځې دوام به وکړي.»

عثمان کاکړ تر ټپي کېدو شپږ ورځې وروسته د تیرې جون میاشتې په دوه ویشتمه نېټه روغتون کې ومړ، چې تر اوسه پورې  یې د وژنې څرنګوالی نه دی معلوم شوی.

د عثمان کاکړ پلویان، د پښتون ‌ژغورنې غورځنګ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، د کاکړ د ترور په تړاو به له بولانه تر چتراله پراخ لاريونونه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist