Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د افغانستان په اړه د ګاونډیانو او سیمې سیاستونه رغنیز نه دي

admin by admin
2021/07/26

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه ټول د خپلو ګټو پر اساس عمل کوي.

د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره افغان‌حکومت ګڼو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل او د ځینو هېوادونو ملاتړ او همکاري یې هم جلب کړه. پر نړیواله کچه بیا د افغان سولې لپاره دا مسولیت تر ډېره د زلمي خلیلزاد و.

طالبان هم په تمه پاتې نه شول او هغو هېوادونو ته یې پرلپسې سفرونه وکړل، چې دوی سره یې اړیکې نن سبا ښې دي، خو دې هڅو د سولې خبرو بریا سره مرسته نه ده کړې.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، دغو هېوادونو ته خپلې ګټې مهمې دي او د هغو ستراتیژیو پراساس مخکې روان دي چې ګټې یې تضمینولی شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« د سیمې هېوادونو ته دا مهمه نه ده او نه هم اهمیت لري، چې افغانستان کې څوک په نظام کې وي او کوم  ډول نظام وي ایا جګړه وي او که سوله هغوی خپلو ګټو ته ګوري، په هر حال کې چې د هغوی ګټه وي د هېواد لپاره دوی یې ملاتړ کوي. دا چې افغان حکومت د سیمې هېوادونو ته ځي اجماع لپاره دا پردۍ اجنډا ده او طالبان چې جګړه کوي، پر دوی تحمیل شوې، په دې سیمه خبره ده، نوځکه خو خپلې ستراتیژۍ ته ګوري، چې څنګه د چا ملاتړ او مخالفت وکړي.»

په سیمه کې د امریکا او روسې، ایران او سعودي په ګاونډ کې د هند او پاکستان نیابتي لاسوهنې هم هغه څه دي، چې د افغانستان بهرني سیاست ته یې پوره زیان اړولی دی او ټول تحرک د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو پر ملاتړ کېږي.

سیمه او ګاونډیان اوس ټول د طالبانو په خوا کې د هغې هوکړې پر بنسټ عمل کوي، چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړې او افغان حکومت په دې هوکړه کې محروم او محکوم و.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی فضل الرحمن اوریا  وايي:« د افغانستان ټول ګاونډ هېوادونه په بشپړ ډول له طالبانو سره رسمي او دوستانه اړیکې لري او تقریبا د سیمې ټول هېوادونه غیر له یوه هېواد څخه طالبانو سره ښې دوستانه او رسمي اړیکې پالي. زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له هغې لړۍ نه پیل کوي، چې د دوحې د سولې تړون پر بنسټ ولاړه ده. نو دا چې حکومت د دوحې هوکړې په لړۍ کې نه وه،محروم او محکوم دی.»

تحلیل کوونکي وایي، ترڅو چې په کور دننه جوړښتونه ښه نه شي، په بهرني اړخ کې به د افغان حکومت ټولې هڅې له ناکامۍ پرته بل څه نه وي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  تواب عبدالله وايي:« ترڅو چې ملي اجماع په داخل د هېواد کې رانه شي، تر هغې پورې له بهرنیو هېوادونو سره اجماع رامنځ ته کول او ناستې زموږ درد نه دوا کوي. طالبانو او حکومت ترمنځ توازن راغلی دی. تاسې وګورئ! په تېرو شلو کلونو کې طالبان کمزوري وضیعت کې وو، چریکي جنګونه یې کول، زیان به یې زیات اړاوه، عملیات یې چریکي وو، خو اوس عملیات جبهوي شوي دي. دا جبهوي عملیات نه د افغانستان او نه د خلکو پر ګټه دي او نه د راتلونکي نظام چې د هر چا وي.»

روسې څو ورځې وړاندې د طالبانو ننګه وکړه، چې خبرو ته حاضر دي او دا له قطر وروسته هغه هېواد دی، چې د افغان سولې په باب یې دوه ځلې د ناستو کوربتوب کړی دی.

ایران او ازبکستان هم د افغان سولې په تړاو ناستې جوړې کړي، خو دې ناستو او هڅو له سولې بهیر سره مرسته نه ده کړې او خبرې په لس میاشتیني پخواني حالت پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist