Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مکنزي: افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د هوايي بریدونو بیا پیلولو ته اړ کړو

admin by admin
2021/07/26

د امريکا مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال کنټ مکنزي خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، د طالبانو وروستیو جګړو اړ کړل، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ د دې ډلې پر وسله ‌والو هوايي بریدونه پيل کړي.

مکنزي روان تاوتریخوالی له زغم پورته وباله او خبرداری یې ورکړ، که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د دوی له سختو هوايي بریدونو سره به مخ شي.

مکنزي زیاته کړه:«امريکا متحده ایالاتو د تېرو څور ورځو په موده کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ هوايي بريدونه زيات کړي دي. که طالبان بريدونه وکړي، موږ چمتو يو، چې له  دې زياتې کچې هوايي بريدونو ته په راتلونکو اوونيو کې هم دوام ورکړو.»

مکنزي چې د خبریالانو پوښتنې یې هم ځوابولې وویل، افغان حکومت به په راتلونکو ورځو کې له یو لړ سختو ازمايښتونو سره مخ شي.

مکنزي د طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو ته په ‌اشارې سره وویل، طالبان د خپلې حتمي بريا په اړه ذهنيت جوړونه کوي، خو په وینا یې دوی د هغوی دا محاسبه غلطه ګڼي.

مکنزي زیاته کړه:«غواړم په واضح توګه ووايم، چې د افغانستان حکومت به راتلونکو ورځو کې له سختو ازموينو سره مخ شي. طالبان د دوی د بريا حتمي کېدو په موخه ذهنيت جوړونه کوي، خو د دوی دا محاسبه غلطه ده. روانې جګړې پايلې په اړه څه نه شي ويل کېدی، د طالبانو بريا حتمي نه ده.»

په داسې حال کې چې روانو جګړو او په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پرمختګونو نړیواله ټولنه او افغانان اندېښمن کړي، خو مکنزي وویل، ولسمشر غني او د هغه مشاورین او امنيتي مشران د حالاتو کنټرول لپاره منظم پلانونه لري.

هغه وايي:«هغوی ښه پلان لري، د پلان له مخې به هغوی خپل ځواکونه متمرکز کړي.»

طالبانو د مکنزي له څرګندونو وړاندې په کندهار کې د امریکا هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی او د بریدونو پيل خبرداری یې ورکړی،خو جنرال کنټ مکنزي وویل، افغان حکومت سره د تړون له ‌مخې، دوی صلاحیت لري،چې له افغان ځواکونو دفاع او ملاتړ وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist