Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان پوځ د پښتین د ترور هڅه کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان پوځ د پښتین د ترور هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/29

په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خيبر درې کې د پښتنو د حق غوښتنې د يوې لويې او تاريخي جرګې پر رابللو بوخت دی، د نوموړي د ترور اندېښنې زياتې شوې دي.

د دې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي وايي، د يادې جرګې پرمهال د منظور احمد پښتين د ترور هڅې پيل شوي او ادعا کوي چې دا هڅې د پاکستان د پوځ له خوا تنظیمېږي.

د دوی په خبره، د پاکستان استخباراتي ادارې يوه کس ته د منظور احمد پښتین د ترور دنده سپارلې وه، خو منظور ته له نږدې کېدو وړاندې ونيول شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی عبدالصمد وايي: « له یوې اوونۍ راهیسې موږ داسې ثبوتونه لرو چې ښيي ریاست هڅه کوي زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زیان ورسوي یا خدای مه کړه، په شهادت یې ورسوي. کله چې موږ تېره اوونۍ د پاړه چینار دوره کوله، هلته هم د پاکستان ریاست خپله هڅه وکړه او یوه کس ته یې دنده سپارلې وه چې مشر منظور له منځه یوسي ، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو.»

عبدالصمد زیاتوي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير د سیاسي ګوندونو او یو شمېر ټولنو مشرانو ته زنګونه وهلي او خبرداری يې ورکړی چې په خيبر کې ترسره کېدونکې د پښتنو قومي عدالت جرګې کې ګډون ونه کړي.

هغه په دې  اړه وايي:« څرنګه چې د جرګې نېټه را نږدې کېږي، حکومت هڅه کوي چې دغه جرګه له هرې ممکنه لارې ناکامه کړي. کومو سیاسي او قومي مشرانو ته چې موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، موږ ته یې وویل چې د پوځ مشر عاصم منیر ورته د ټیلفون په کرښه خبرداری ورکړی چې په دې جرګه کې برخه وا نه خلي.»

بله خوا، پاکستان کې مېشت آزاد خبریالان وايي، د پاکستان په قانون کې هېڅوک د مدنې حرکتونو مخنیوی نه شي کولی او د پاکستان حکومت هم دا حق نه لري چې د دې ډول حرکتونو مخه ونیسي.

د دوی په خبره، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړو د نیولو هڅې پیل کړې دي.

آزاد خبریال طاهر خان په دې اړه وايي: « دا خبره سمه ده چې پي.ټي.اېم وايي د دوی د ځېنو غړیو نیولو لپاره چاپې وهل شوې دي. د پاکستان په قانون کې هرچا ته د غونډو جوړولو اجازه شته او باید حکومت، ادارې او چارواکي دغه قانون ته درناوی وکړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ له ادرسه په خواله رسنيو کې يو لړ وېډيوګانې لاس په لاس کېږي او په کې له ډيورېډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتنو غوښتل شوي چې د روان زېږدیز کال د اکټوبر پر ۱۱مه د پښتنو په دې برخليک ټاکونکې جرګې کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist