Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: که طالبان جګړو ته دوام ورکړي، نو د امریکا بېرته راګرځیدو لامل به شي

admin by admin
2021/07/26

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، څومره چې طالبان جګړو ته شدت ورکوي، ورسره د امریکا هوايي ځواک بریدونه زیاتېږي.

طالبانو دغه بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه بللې او غبرګون یې ورته ښودلی، خو شنونکي وايي، د طالبان له خوا د تاوتریخوالي دوام بهرنیان هوايي بریدونو ته اړ کړل او که جګړې ته دوام ورکړي، ښايي امریکايي ځواکونه بېرته جګړې ته راستانه شي.

د سیاسي چارو شنونکی جمال ناصر اصولي وايي: «څومره چې طالبان جګړې ته شدت ورکوي، ورسره به د امریکا هوايي بریدونه هم زیاتېږي او وضیعت ته په کتو د دې امکان هم شته، چې امریکا بېرته د افغانستان جګړې ته راوکرځي. د امریکا د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره باید طالبان او افغان حکومت لاس سره یو کړي او  د سیاسي تفاهم له لارې ستونزه حل کړي.»

یو شمېر نور بیا پر دې باور دي چې د افغانستان  ستونزه جګړه ییز حل نه لري او که پر جګړې هدف ترلاسه کیدای، نو امریکا به په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان کې یې پوځي حضور درلود ستونزه حل کړې وای.

 د سیاسي چارو شنونکی محمد جان رسولیار وايي: «امریکا د اوسنیو هوايي بریدونو لپاره بهرنۍ اډې کاروي، چې لګښت یې زیات دی، نو له دې امله دغو بریدونو ته دوام نه شي ورکولای، که د جګړې له لارې ستونزه حل کېده، نو په تېرو شلو کلونو کې،چې امریکا په افغانستان کې حضور درلود، ستونزه به حل شوې وه.»

په ورته مهال افغان وسله وال پوځ بیا هوايي ملاتړ د خپلو عملیاتو لپاره جدي اړتیا ګڼي او زیاتوي، له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د نړۍ مسوولیت هم دی.

د افغان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وايي:« موږ ټول عملیاتو کې هوايي ځواک او ملاتړ ته یې اړتیا لرو او له ترهګرۍ سره جګړه یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی بلکې نړیوال هم مسوولیت لري.»

په ورته مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ  مکنیزي ویلي، د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی د منلو نه دی او دوی به د هوايي ځواک په برخه کې د افغان ځواحکونو ملاتړ وکړي،ځکه دغه ځواکونه له خپل هېواده د دفاع وړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist