ناپېژاندو موټر سایکل سپرو هرات کې د سمیع الله مهاجر په نوم یو تن دیني عالم په ډزو ټپي کړی، چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، پېښه تېره ورځ ماسپښین د اوومې امنیتي حوزې اړوند ابریشم جادې سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي، برید کوونکي تښتېدلي، خو په تړاو یې د پولیسو پلټنې پیل شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون سرطبیب داکتر عارف جلالي هم وایي، چې دغه دیني عالم سخت ټپي و او تېره شپه یې روغتون کې تر عملیات وروسته ساه ورکړه.