پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن پښتنو قوم پرستانو ته په اشارې ویلي، که د دوی کورنۍ او ټول ملاتړي یې سره یو ځای شي، د ده یوه نوک ته به هم ونه رسېږي.
د جمعیت علماء اسلام د مشر دغه څرګندونې د عوامي نشنل ګوند د مشر ایمل ولي خان او غړو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د عوامي نشنل ګونډ مشر ویلي، دا چې څوک څومره پښتون دی له الفاظو ثابتېږي، او فضل الرحمن ته په خطاب کې یې ویلي، تاسې له خپل حزب او مدرسو د پښتنو په له منځه وړلو او د افغانستان په بربادۍ کې ستر رول لوبولی دی.
د همدې ګوند بل غړي، میا افتخار حسین بیا ویلي، د مولانا فضل الرحمن لاسونه د زرګونه پښتنو په وینو ککړ دي، او په خبره یې دی نه پوهېږي، چې فضل الرحمن په کوم اساس پر نورو تور پورې کوي.