د طالبانو له هغې غوښتنې وروسته چې ولسمشر غني دې استعفاء وکړي، د امریکا اروپا، او بریټانیا استازو له افغان حکومت او طالبانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې غوښتي، چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو وروستي توافق ته له رسېدو وړاندې د ټولشموله انتقالي حکومت او اوربند پر اساساتو هوکړه وکړي.
افغان حکومت بیا د دې ګډې خبرپاڼې هرکلی کړی دی، خو د انتقالي حکومت ټکي ته یې اشاره نه ده کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وايي: «په دې خبرپاڼه کې د دې هېوادونو او سازمانونو ځانګړو استازو سیاسي حل ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو او دوامداره ملاتړ لپاره پر پنځو دې کلیدي اوصولو ټېنګار وکړ. ټولشموله حکومتداري، سیاسي زعامت ټاکلو لپاره د خلکو د رایو حق، د ښځو، ځوانانو او لږکیو حقوقو په ګډون بشري حقونو ساتنه، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، چې افغانستان بیا د دوی پر پټنځای نه بدلېږي او نړیوالو بشر دوستانه قوانینو ته درناوی په کې شامل دی، افغان حکومت یې له مفاداتو ملاتړ کوي.»
دا لومړی ځل دی چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې د انتقالي حکومت په اړه ښکاره خبره کړې ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په یوه مرکه کې په یو غیر ایتلافي انتقالي حکومت ټینګار کړی دی.
حکمتیار ویلي، قدرت باید داسې حکومت ته ورولېږدول شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.
حکمتیار زیاتوي:« دغه اوسنی حکومت چې د اشغال محصول دی دا باید تعویض شي، داسې حکومت ته، چې ټولو ته د منلو وړ اوسي او قدرت باید انتقال شي، یو غیر ایتلافي لنډمهالي انتقالي حکومت ته.»
په وروستیو کې له طالبانو د بندیزونو لرې کېدو سربېره، یوه میاشت کې حکومت ته د طالبانو طرحې سپارل، بین الافغاني خبرو کې د قطر او ملګرو ملتونو رول او د ملګرو ملتونو دا خبرپاڼه چې ښايي په نږدې درې میاشتو کې به سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته واستوي، هغه څه دي، چې درې میاشتو کې د یو تحول ښکارندوی کوي.
د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي:«اوس اروپایي ټولنې بریټانیا او امریکا چې افغانستان کې انتقالي حکومت راشي، دا ټول دې ته زمینه برابروي او هماغه خوا ته روانه دي،چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع کې پرې توافق ته رسېدلي دي او هغه دا چې پر یو نړیوال سټېج د افغانستان قضیه حل شي او په نږدې درې میاشتو کې به یو تحول راشي.»
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وړاندې ویلي، چې د ټاکنو پرته واک خپل بل ځای ناستي ته نه سپاري.
د هغه په وینا طالبان دې ټاکنې ومني او خپله سره د مرستیالانو یې په کې برخه نه اخلي، خو طالبانو پر یوه ټول شموله اسلامي نظام او حکومت ټینګار کړی دی، هغه حکومت چې لایې وضاحت نه ده ورکړل شوی.