Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د دوحې هوکړه کې له اسلامي امارت سره د بشري حقونو رعایت یادونه نه ده شوې

خلیلزاد: د دوحې هوکړه کې له اسلامي امارت سره د بشري حقونو رعایت یادونه نه ده شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  پر خپله اېکس پاڼه یوه بیان کې ویلي، د دوحې په هوکړه‌لیک کې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې له اوسني سرپرست حکومت سره لاسلیک شوی، د اسلامي امارت له‌خوا د بشري حقونو رعایت موضوع نه ده یاده شوې.

خلیلزاد دغه څرګندونې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې د مشر مایکل مک‌کال د پرېکړه‌لیک په ځواب کې کړي.

 د هغه پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي چې ګواکې خلیلزاد ادعا کړې چې اسلامي امارت به خپلو ژمنو او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

خلیلزاد زیاته کړې، هیڅکله یې داسې یوه ادعا نه ده کړې او په وینا یې په دې اړه د مک‌کال څرګندونې له حقیقته لرې دي.

خلیلزاد ویلي،  د دوحې هوکړه د ده په همکارۍ د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوه چې یوازې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو شرایطو، پر هغو د نه حملو او له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښونو مخنیوي ته په کې اشاره شوې ده.

د خلیلزاد په خبره، اسلامي امارت هغه مهال هوکړه کړې وه چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو او د هغه حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی، پخواني جمهوري حکومت او نورو افغانانو ترمنځ جلا خبرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال یوځل بیا د جوبایډن اداره تورنه کړې چې ګواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ عامل وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist