Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتېرېش: د ښځو حقونو له ورکړې پرته اسلامي امارت نړیوال سټېج کې مناسب ځای نه شي پیدا کولی

ګوتېرېش: د ښځو حقونو له ورکړې پرته اسلامي امارت نړیوال سټېج کې مناسب ځای نه شي پیدا کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹یمې کلنۍ ناستې په څنډه کې، د یو شمېر هېوادونو چارواکو او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د دې سازمان د سرمنشي په ګډون په یوې جلا ځانګړې ناستې کې د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې.

د ناستې د لومړي ویناوال په توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د اسلامي امارت له خوا د زده‌ کړو او کار ترڅنګ د ښځو د ځینو ټولنیزو حقونو پر محدودولو نیوکه کړې.

ګوتېرېش د نجونو زده ‌کړې د اقتصادي پرمختګ، روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ټولنه کې هوسا او سوکاله ژوند ته د رسېدو لپاره تر ټولو نږدې او ګړندۍ لاره ګڼلې.

هغه زیاته کړې: « د نجونو زده‌کړې په ټولنه کې د اقتصادي پرمختګ د پیلولو، د روغتیايي خدماتو د ودې او د سوکاله ټولنو د هوساینې لپاره تر ټولو نږدې او ګړندۍ لار ده. په ټولنو کې د ښځو ګډون او د رهبرۍ رول د سولې او امنیت، ټولنیز خوندیتوب او د چاپېریال د ثبات او نورو برخو کې له ځان سره مثبتې ګټې لري، خو افغانستان په دې ټولو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی. د ښځو زده کړو پرته، په رهبرۍ او کاري چاپېریال کې د هغو له حضور پرته او د نیمايي نفوس د حقونو او آزادیو له رسمیت پېژندنې پرته به افغانستان په نړیوال سټېج کې هېڅکله خپل حقه ځای ونه مومي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راز د ښځو او ټولنیز ژوند په برخه کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکز او شکایتونو اورېدو وزارت وروستی قانون په سیسټماټیکه او رسمي بڼه له عامه ژوند څخه د ښځو محو کول بللی.

 ګوتېرېش دغه فرمانونه او لګېدلي محدودیتونه نه یوازې دا چې د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ټګر کې بللي بلکې په وینا یې، کولی شي د سرپرست حکومت لاسته راوړنې هم تر سیوري لاندې راولي.

ورته مهال، په دې ناسته کې د ايرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارتین هم د بنسټیزو حقونو په توګه د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو لګول د حیرانتیا او پوښتنې وړ بللي.

مارتین له افغان ښځو څخه د ملاتړ ترڅنګ په دې لار کې د بدلونونو راوستو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

هغه زیاته کړې: « د یوه ښوونکي په توګه، زده ‌کړه زما د ژوند لویه لېوالتیا وه. دا د بنسټیزو حقونو په ډله کې هغه څه دي چې افغان ښځو له لاسه ورکړي. دا له جنسیتي او بنسټیزو آزادیو څخه انکار دی. نړیواله ټولنه باید ټول هغه څه ترسره کړي چې موږ یې د نړیوالو مسايلو په اجنډا ګانو کې ساتلی شو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د کار له ساحې ووځي. موږ به له تاسو او له نړۍ سره همکاري وکړو، ترڅو دغه موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو او د بنسټیز بدلون لپاره یې د حل لارو لټه وکړو.»

د دې ترڅنګ، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل د ټولو او په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ښځو د فعالې ښکېلتیا لپاره اساسي ټکی بللی.

رتنو مرسودي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د مساواتو او بشري حقونو ورکړې ته ژمن او په دې برخه کې د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دی.

هغې زیاته کړې: « افغانې ښځې باید له ټولو حقونو برخمنې وي، خو دا مهال داسې نه ده. هغوی د زده کړو، کار او په ټولنیزو برخو کې له شاتګ او ننګونو سره مخ دي. د یونسکو د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ز کال کې ۱.۴میلیونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته زده ‌کړو ته له لاسرسي بې برخې دي. اندونیزیا د افغانستان وضعیت په تړاو د ځانګړې ارزونې لیدونکې وه چې د تېر کال په نوامبر کې خپره شوه. موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې غوښتونکي یو. د دې ارزونې یوه برخه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل وه. د ښځو برخه هم په کې شامله وه؛ ځکه په ټولنه کې د ښځو ځای د انکار وړ نه دی. په همدې اساس اندونیزیا په افغانستان کې د مساواتو او بشري حقونو غوښتنه کوي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او یادو هېوادونو تر څنګ، د سویس هېواد استازې او د افغان ښځو یوشمېر فعالانو هم له سرپرست حکومته ښځو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه کړې.

 اسلامي امارت تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له شریعت او اصولو سره سم د ټولو حقونو ورکولو ژمنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist