Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټرچلوونکي او مسافر  د کابل – کندهار لویې لارې رغنیزو کارونو له پڅوالي شکایت کوي

موټرچلوونکي او مسافر  د کابل – کندهار لویې لارې رغنیزو کارونو له پڅوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

که څه هم د کابل- کندهار لویه لار د مخکېني حکومت پرمهال ورغول شوه خو د جګړو او درنو بارونو له امله بېرته ویجاړه شوه.

دا مهال د دغې لویې لارې د بیارغولو کارونه روان دي او د زیربنا جوړونې په موخه یې ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.

د دې لارې مسافر او موټر چلوونکي که څه هم د لارې له رغولو خوښ دي، خو وايي، کارونه یې ډېر پڅ روان دي او خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی.

موټرچلوونکي شکایت کوي چې د دې لارې ډېرې برخې اړول شوې خو د جوړولو چارې یې ټکنۍ دي او له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

موټر چلوونکی مدد خان وايي: « پخوا دغه لاره شپږ ساعته وه، خو اوس له ۱۲ تر ۱۳ ساعتونو اوږده شوې. حکومت ویل موږ یې په شپږو میاشتو کې جوړوو، خو د کار ورو پرمختګ ته په کتو به په دوه کالو کې هم جوړه نه شي. په دې لاره زموږ موټر او مسافر دواړه په تکلیف دي.»

یو بل موټر چلوونکي محمد بیا وايي: « د کابل – کندهار لارې د خلکو زړه تور کړی. جوړوونکو قراردادیانو سړک په بل مخ اړولی، خو جوړونه یې ډېره کراره روانه ده، باید کارونه یې چټک شي.»

د کابل – کندهار لويه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو ګڼل کېږي او نه یوازې څو ولایتونه، بلکې کابل له سوېلي او له لوېدیځې حوزې سره نښلوي، دغه راز د سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، ابو نصر فراهي او نورو بندرونو زرګونه سوداګریزې لارۍ هم له همدې لارې تګ راتګ کوي.

د دې لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، له کابل څخه تر کندهاره شپږ ساعته لاره پنځلس ساعتو ته اوږده شوې او مسافر د اوږد او خراب مزل له امله په ورځو ورځو ستړي وي.

د دې لارې یو تن مسافر نور احمد وايي: «له کندهاره چې د کابل په لور حرکت وکړو، نفس مو خولې ته راشي. کله چې کابل ته ورسېږو، څو ورځې له ځایه نه شو پورته کېدای. د سړک څنډو ته جوړې کړې خامې ډېرې خرابې شوې دي.»

د کابل – کندهار لارې بل مسافر عبدالرحمن وايي: « ټوله لاره خرابه ده، باید ژر جوړه شي ترڅو خلکو ته سهولت برابر شي. پخوا ۷ ساعته مزل و او اوس ۱۳ ساعته دی.»

د ټولګټو وزارت له بودېجې سربېره، د دې لویې لارې د جوړولو چارې د سرپرست حکومت له خوا په شپږو بېلابېلو برخو کې شپږو شرکتونو ته د کانونو ایستلو په بدل په قرارداد ورکړل شوې.

موده وړاندې، د ټولګټو وزارت چارواکو د خپلو کلنیو لاسته راوړنو د تشرېح په غونډه کې وویل، له را روان ژمي وړاندې به د دې لویې لارې د جوړولو چارې بشپړې شي، خو د کار پڅ بهیر ته په کتو داسې نه ښکاري چې کارونه یې بشپړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist