Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیکارلو: د امربالمعروف قانون له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل مخه نیسي

ډیکارلو: د امربالمعروف قانون له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل مخه نیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې روزمري ډیکارلو د افغان ښځو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته ویلي، په افغانستان کې دا مهال د بشري حقونو وضعيت د تېر پرتله ډېر پېچلی دی.

ډیکارلو غوښتنه کړې چې د دې وضعيت سمولو لپاره دې سرپرست حکومت د ټولګډونه حکومت جوړولو، بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته د درناوي، د ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه اساسي ګامونه پورته کړي.

د ډیکارلو په خبره، له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل مخه د امربالمعروف وزارت نوي قانون نیولې او ټینګار يې کړی چې هېوادونه دې پورتنیو غوښتونو عملي کولو لپاره فشار راوړي.

هغې زیاته کړې: « ملګري ملتونه له افغانانو سره د همکارۍ لپاره له واکمنو چارواکو سره تعامل مخ ته وړي. د دوحې په ناسته کې چې د ۳۰ هېوادونو ځانګړو استازو په کې ګډون درلود، له واکمنو چارواکو وغوښتل شول چې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرۍ او نشه ‌يي توکو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه زیاته کړي ترڅو نړیواله ټولنه یې په بدل کې په تدریجي ډول پر دوی وضع شوي محدودیتونه لرې کړي. د دوحې تړون پر مخ بېولو لپاره لېوال هېوادونه د طالبانو له لوري له نړيوالو سره د شویو ژمنو د عملي کولو تمه لري، خو تعامل کلیدي موضوع ده.»

ډیکارلو ویلي، که سرپرست حکومت یادو برخو کې عملي او کوټلې ګامونه واخلي، نو نړیواله ټولنه به پرې لګول شوي محدیتونه لرې او رسمي ملاتړ به يې وکړي.

له دې سره د چین د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومت غوښتي چې د ښځو حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.

د دغه وزارت ویاند لین جیان هیله ښودلې چې سرپرست حکومت به ښځو ته د حقونو ورکولو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړې:« د ښځو حقونو مساله د افغانانو یوازینۍ ستونزه او د بحث موضوع نه ده او نه هم د مسالې هسته او ریښه ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، روان کال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۲.۴ میلیونه نور شدیده خوارکي ناامني تجربه کوي. اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان مهمو او سختو ستونزو ته پام وکړي. بیا رغونه او پرمختګ کولی شي د افغانانو سوکالۍ ته وده ورکړي او په واقعي ډول بشري حقونه خوندي کړي او په ورته مهال د مساواتو او درناوي پر بنسټ واکمن حکومت د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته وهڅوي.»

سرپرست حکومت د نيوکو پر ځای د تعامل په چوکاټ کې د ډيالوګ له لارې له نړيوالو سره د ستونزو هوارولو غوښتنه کوي.

قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس ‌سهېل شاهين وايي:« که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د انتقادونو پر ځای د مثبت تعامل په رڼا کې د مسایلو د حل هڅه وکړي، دا د ستونزو د حل او دوه اړخیز باور جوړونې لپاره ګټور کار دی. افغانستان اشغال شوی او په جګړه کې ښکېل و، خو اوس اشغال پای ته رسېدلی او خلک په سوله کې ژوند کوي. دا په خپله یو لوی مثبت بدلون دی. دغه راز، په لویو اقتصادي پروژو کار روان دی او که نړیوال اقتصادي بنډیزونه نه وای، لا ډېرې پروژې به پيل شوې وی او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شوې وی. نو ښه دا ده چې ملګري ملتونه له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له لارې د شته ستونزو هوارولو هڅه وکړي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو څه باندې درې کاله تېر شول، خو لاهم د ملګرو ملتونو څوکۍ نه ده ورکړل شوې او استازی یې هغو عمومي غونډو ته نه بلل کېږي چې د بحث موضوع یې د نړۍ د هېوادونو وضعیت څېړنه وي.

 دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۰ غړیو هېوادونو استازي تر یوه چتر لاندې سره راټول دي او د افغانستان په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو پر وضعیت خبرې کوي.      

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist