د امريکا بهرنیو چارو وزارت جګړه یيز حالت کې د بشري سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت ګواښ کړی، چې نړۍ افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت نه مني او دغه راز د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو يوازينۍ لاره مذاکرات ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکا په ګډون د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې افغانستان کې به له هغه حکومت ملاتړ نه کوي، چې په زور او له پوځي لارې رامنځته شوی وي.
د یادو هېوادونو استازي په روم کې د افغانستان پر وضیعت غږیدلي وو او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتي، چې دایمي اوربند دې وکړي.
یادو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې روان تاوتریخوالی غندلی او له طالبانو یې غوښتي وو، چې خپلې ژمنې دې عملي کړي او عامه تاسیسات دې نه ویجاړوي.