Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د ولسمشر غني د استعفاء غوښتنه پردۍ اجنډا ده

admin by admin
2021/07/24

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د طالبانو دا غوښتنه چې ولسمشر غني دې واک پریږدي، د سولې له روحیې سره برابره نه ده او افغانان په یوه بله جګړه کې ښکېلوي.

دوی وايي، د اوسني حکومت پرځای د نوي حکومت رامنځته کول او د ولسمشر د استعفا غوښتنه پردۍ اجنډا ده او په دې باور دي چې د طالبانو دغه غوښتنه چې د ولسمشر غني په موجودیت کې د سولې ټینګښت ناشونی دی، د افغانستان پر زیان ده.

سیاسي فعاله مریم معروف وايي: «د طالبانو له لوري د ولسمشر د استعفاء غوښتنه د داکټر نجیب له دورې سره مشابه غوښتنه ده، چې د افغان ولس د بدبختۍ لامل شوه او اوس هم هېڅ ضمانت نشه، که د طالبانو داسې غوښتنه هم ومنلي شي، افغانان دې سولې او دایمي ثبات ته ورسیږي.»

بل پلو، د سولې سازمان مشر زمان ګل دهاتي پر دې باور دی، په هغه صورت کې چې دواړو لوریو ترمنځ سیاسي تفاهم وشي او واک بل ته انتقال ګېږي، نو بیا دې هم له قانوني پروسیجرونو کار واخېستل شي.

دهاتي زیاته کړه: «که مسله د واک د ویش پرسر وي، نو هغه مهال د انتقالي حکومت بحث مطرح دی، چې دواړه لوري یو سیاسي تفاهم ته رسیدلي وي او له دې وروسته باید ولسمشر واک درېیم ګړي ته انتقال کړي او له دې پرته دا کار د افغانانو پر زیان دی.»

ځینې بیا وايي، د ولسمشرغني د لرې کیدو غوښتنه د طالبانو له اصلي موخو ده او دغه مسله یې له پخوا نه د امریکا له ولسمشر سره شریکه کړې وه، چې د ولسمشر غني له خوا رد شوه.

د  سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«طالبانو د ولسمشر غني د استعفاء غوښتنه شپږ میاشتې وړاندې د امریکا نوي حکومت ته وړاندې کړې وه او د بایډن ادارې دا مسله له کابل سره شریکه کړې، چې د کابل ځواب همدا و، چې موږ له ځانه خپله دفاع کوو او اوس دغه مسله طالبانو نړیوالو رسنیو سره مطرح کړې.»

تازه د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، ترهغې چې ولسمشر غني واک پرې نه ږدي، د سولې ټینګښت ناممکن دی او د سولې لپاره باید واک درېیم لوري ته انتقال شي.

د سهیل شاهین دغو څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي، چې دغه ډله په بېلابېلو پلمو د سولې لپاره شته فرصتونه ضایع کوي او د سولې رسمي خبرې نه پيلوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist