Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو امریکا ته د هوایي بریدونو د بېرته ځواب خبرداری ورکړ

admin by admin
2021/07/24

 طالبان وایي، امریکایانو په کندهار ولایت کې د دوحې هوکړې خلاف هوایي بریدونه کړي او ځواب ته دې په تمه شي.

تر اوسه پورې څرګنده نه ده،چې په دې برېدونو  کې څوک وژل شوي، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، دغه بریدونه یې د افغان حکومت په غوښتنه ترسره کړي دي.

د یاد وزارت ویاند جان کربي وايي، په دې بریدونو کې هغه پوځي وسایط په نښه شوي،چې طالبانو له امنیتي ځواکونو نیولي وو.

جان کربي زیاته کړه:«امریکايي پوځیانو روانه اوونۍ له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره چې اوس له طالبانو سره جګړه کوي،د کندهار ستراتیژیک ولایت په ګډون په ځینو سیمو کې هوایي بریدونه کړي خو د بریدونو تخنیکي جزئیاتو په اړه څه نشم ویلی.»

په طالبانو د امریکا هوایي بریدونه له خلیج شوي دي.

امریکا په دې حوزه کې جنګي طیارې او چورلکې لري،چې کولای شي افغانستان کې اهداف په نښه کړي.

له افغانستان څخه د وتلو وړاندې امریکا تابیه نیولې،چې افغانستان باندې کنټرول به له بهر او سیمې کوي.

خو طالبانو د امریکا تازه هوایي بریدونه غندلي او د غچ اخېستلو خبرداری یې ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« کندهار کې وړمه شپه یو څو هوایي بریدونه شوي او موږ هم تثبیت کړي،چې دا امریکایي الوتکو کړي دي او په کلکه یې غندو. دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده،خو د عواقبو په تمه دې اوسي.»

طالبانو او امریکایانو تر اوسه پورې  نه ده منلې،چې په هوایي بریدونو کې چاته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه، خو د امریکا دفاع وزارت له زیاتو مالوماتو ډډه کړې ده.

دفاع وزارت په دې اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ور نه کړ،چې دا بریدونه دوی سره په همغږۍ شوي دي او که نه؟

خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا پر دې باور دي، ترڅو چې افغانستان کې د امریکا ګټې له خطر سره نه وي مخ شوي،امریکایان به هېڅکله پر طالبانو بریدونه ونه کړي.

پوښتنه داده چې دا بریدونه طالبانو ته په څه مانا کېدای شي؟

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« تر نږدې څلورو اونیو چې امریکایان تر اوسه په رسمي توګه نه دي وتلي، نه غواړي چې هېڅ یو مهم ولایت سقوط وکړي، دا بمبار د دې لپاره وه. کندهار به له نظامي نه خو په سیاسي لحاظ به سقوط شي. بعضې ولایتونه به راتلونکې کې له طالبانو سره په تقاهم سقوط وکړي، دا چې ولسمشر غواړي په یوازې دفاع کوي،دا غلطه ده.»

دا ښایي طالبانو ته یو جدي خبرداری اوسي،چې له ټاکلو پولو وانه وړي.

په کانګرس کې ځینو سناتورانو په دې وروستیو کې داسې نظر وړاندې کړی دی،چې ښايي پوځ یې بېرته د جګړې ډګر ته ستون شي، خو اوس چې امریکایان د وتلو په حال کې دي او د اګیست تر وروستۍ نیټې د ټولو سرتېرو د وتلو بهېر بشپړېږي،دې غوښتنې لپاره زیاته ناوخته ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist