Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې فارم لرونکي: د شېدو غواګانې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

په داسې حال کې چې تېر کال هم په کندهار کې د پوستکي تڼاکې ناروغۍ له کبله سلګونه غواګانې مړې شوې او د یو شمېر کسانو ټوله مالداري له منځه ولاړه، روان کال یو ځل بیا په دغه ولایت کې یوه نوې حیواني ناروغي په غواګانو کې خپره شوې ده.

فارم لرونکي او مالداران وايي، که چېرې په ټاکلي وخت د غواګانو د ناروغیو درملنه او مخنیوی ونه شي، ګڼ خلک به خپل څاروي له لاسه ورکړي.

یو شمیر فارم لرونکي چې د کور ټولې اقتصادي اړتیاوې د مالدارۍ له لارې پوره کوي، له  سرپرست حکومت او نا دولتي موسسو د مرستي غوښتنه کوي.

یو تن مالدار محمد صادق وايي: « دوې میاشتې کېږي چې زموږ غواګانې پر ناروغۍ اخته دي. تېر کال مو د پوستکي ناروغۍ له امله خپله ټوله مالداري له لاسه ورکړه.»

یو تن فارم لرونکی عطا محمد وايي: «یوه د ژېړي ناورغي ده، بله د پوستکي تڼاکې او اوس هم د غولانځې پړسېدلو ناروغي خپره شوې. غوښتنه کوو چې له مالدارنو سره د دغې ناروغۍ په درملنه کې مرسته وشي.»

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي هم ستونزه مني او وايي، تېرکال یوازې د د پوستکي ټناکې ناروغۍ له کبله ۱۶۰۰ غواګانې مړې شوې.

د دوی په خبره، سږ کال هم ورته ناروغي خپره شوې خو د مخنیوي او درملنې لپاره  یې د نا دولتي موسسو په مرسته ټولو څارویو ته د واکسین کمپاین پيل کړی.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ مدیر ډاکټر فهیم وايي: « سږ کال د څو نا دولتي موسسو په همکارۍ او دغه راز د اسلامي امارت په خپله بودیجه درمل او واکسینونه چمتو شوي او دا مهال یې تطبیق روان دی. تمه لرو چې د تېر کال پرتله ناروغي مهار شي. موږ په بولدک دروازه کې هم تدابیر نیولي او هغه حیوانات نه را پرېږدو چې ناروغ وي.»

دا مهال په کندهار کې د شېدې ورکوونکو غواګانو۶۴۰ لوی او کوچني فارمونه شته چې په کې زرګونه غواګانې ساتل کېږي او ګڼ شمېر خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist