په دغو عملیاتو کې پاڅون کوونکي، صفر یو ځانګړي ځواکونه او ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د خلکو استازي ګډون لري.
میردادخان نجرابي او اقبال ساپی له خپلو ملاتړو سره دافغان ځواکونو پر ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه پيل کړې ده .
ځینو سرچینو ویلي، چې د ولسوالۍ ډېره برخه یې بېرته نیولې او لا هم جګړه روانه ده.
دفاع وزارت د ولسوالۍ د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.