Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت:سیمه ییز هېوادونه د سولې په اړه د افغان حکومت د سیاستونو ملاتړي دي

admin by admin
2021/07/24

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د دغو هېوادونو غږ پر طالبانو دا ده،چې د تاوتریخوالي تر ټولو لویه کچه راټیټه  او د سیمې ثبات لپاره ماناداره مذاکرات پیل کړي.

هغه وايي، د سیمې هېوادونه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او مخالفو وسله والو ته یې پیغام دا ده،چې افغان حکومت سره باید مانا لرونکي مذاکرات پیل کړي.

ګران هېواد زیاته کړه:« د سیمې هېوادونو ټولو افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ،چې د تاوتریخوالي لوړه کچه راکم کړي او مانا داره مذاکراتو پیل ته حاضر شي،ترڅو افغانستان کې دا کړکېچ چې له سیاسي حل پرته بله لاره نه لري سیاسي حل ته ورسیږي، ترڅو د سیمې هېوادونو د ثبات لپاره فرصتونه برابر شي.»

روسیه ،چین او ایران په سیمه کې هغه هېوادونه دي،چې طالبانو سره ښې اړیکې لري.

طالبان هم ادعاء لري، چې دغه هېوادونه یې افغانستان کې د سیاستونو پلوي دي.

خدو د سیاسي چارو یو شمېرر تحلیل کوونکي ټینګارکوي،چې افغان حکومت باید د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره قوي برنامې رامنځ ته کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی میرویس اشفته ش وايي:« د بهرنیوځواکونو په نه شتون کې سر له اوسه حکومت ته ښایي چې امنیتي او دفاعي منظمې برنامې ولري او د نظام د ساتنې لپاره د ځای ناستي دولت یا اوکدار حکومت پرسر طالبانو سره خبرې وکړياو د ملګرو ملتونو او سیمه ییزو ځواکونو په رول او نقش باندې تمرکز وکړي.»

د سیاسي چارو یو بل تحلیل کوونکی  صلاح الدیدن سعیدي بیا  پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،چې د افغانستان په اړه خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په دې مورد کې د سیمې هېوادونو اجماع په دې مفهوم چې ایران او پاکستان خوشحاله شي دا د حل لاره نه ده

سعیدي زیاته کړه:«ممکنه ده،چې موږ په ټول قوت سره بلاخره سیاسیون هغه افراد چې د بي ۵۲ تر تاثیر لاندې یې میلونونه ډالر ترلاسه کړي، دوی له خپل شرارت لاس واخلي. دا هغه مرحله ده،چې بیا به ناوخته وي او هرڅه به له لاسه ورکړي.

په دې خاطر باندې پر نړیوالو ټولنې غږ کول په کار دي،چې خپلې دندې په سمه بڼه ترسره کړي.

سیاسي مصالحه باید  په سم  چوکاټ کې وغورځېږي او د سیاسي مصالحې هغه مفهوم چې په هر قېمت باید توافق وشي او یو ډول توافق ته ورسېږي دا غلط بحث دی  او خطا بحث ده.

په دې مورد کې د سیمې هېوادونو اجماع په دې مفهوم،چې ایران او پاکستان خوشحاله شي دا د حل لاره نه ده.»

په تېرو شلوکلونو کې افغان حکومت په دې بریالی نه شو،چې د افغانستان بین المللي او سیمه ییز سیاست لپاره اساسي کرښې وکاږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist