خلیلزاد د سولې خبرو لپاره روسیې ته ځي.
ټاکل شوې چې خلیلزاد به د راتلونکې عیسوۍ میاشتې په لومړیو کې روسیې ته سفر وکړي.
د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نوامبر په نهمه یوه خبري غونډه کې ویلي، دی به په مسکو کې له خلیلزاد سره وګوري.
کابلوف ویلي، له ډېرې مودې راهیسې خلیلزاد پېژني او دا ځل به په مسکو کې ورسره وګوري او په خبره یې امکان شته چې دی او خلیلزاد په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.
کابلوف په غیر مستقیم ډول په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې بلې غونډې د جوړېدو خبر هم ورکړی.
هغه ویلي، طالبانو دا نظر خوښ کړی او د مسکو په راتلونکې غونډه کې یې د خپل ګډون ډاډ ورکړی.
ضمیر کابلوف هیله مند دی چې د مسکو بلې غونډې ته به افغان حکومت او د سولې عالي شورا دواړه رسمي استازي ورواستوي.