عدالت ته د اسامه بن لادن راکش کول، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه او افغانستان بیا د ترهګرو ځالې ته نه پرېښودل درې هغه عمده موخې وې،چې د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو افغانستان ته له راتګ مخکې ټاکلې وې او وايي، دا موخې یې ترلاسه کړي دي.
پر کور دننه او بهر یو شمېر شنونکي او په سیمه کې د امریکا سیالان وایي، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل د دوی ناکامي ښیي او په وینا یې دا ګام به د سیمې هېوادونو ته هم سرخوږی جوړ کړي.
پوځي چارو یو شمېر شنونکي وایي، تېرو دوو لسیزو کې طالبان ځواکمن شول، نړیوال اعتبار یې ترلاسه کړ او تر څنګ یې نورې ترهګرې ډلې هم راپیدا شوې.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:« د طالبانو سربېره لسګونه ترهګریزې ډلې راپیدا شوي دي، طالبان ځواکمن شوي دي او اوس امریکا او حکومت ته چلنج دی او په حقیقت کې افغان دولت شاته تګ ته اړ کړی دی، دوی سره ډېرې وسلې دي اوس او نمایي خاوره یې په لاس کې اخیستې ده. نړېوال اعتبار یې هم ترلاسه کړی دی.»
ځینې نور بیا د امریکا هڅې له دې امله ستایي،چې هېواد یې د پاکستان له احتمالي پنځمې صوبې خلاص کړ او د طالبانږ امارت ته یې د پای ټکی کېښود.
له بلې خوا بیا نیوکې دي،چې امریکا له میلیاردونو ډالرو سره لا هم د افغانستان ځواکونه په ځانګړې توګه هوایي ځواک په هغه ډول سمبال نه کړ،چې اړتیا یې وه.
د پوځي چارو شنونکی احمد خان کاکړ وايي:«د افغانستان حکومت سیستم یې سم جوړ نکړ جګړه لا هم پاتې ده او لا یې شدت موندلی دی او په افغانستان کې فقر او بدبختي لا هم پاتې ده. دا په دې مانا ده چې دوی یو څو تنه خپل هغه اشخاص چې دوی ګوډاګیان و هغه یې ډېر سرمایه دار کړل او د افغانستان خلک په فقر کې ژوند کوي. امریکا د افغانستان پوځ هم څنګه چې اړتیا وه تجهیز نه کړ.»
یو شمېر شنونکي بیا وایي، امریکا د طالبانو پر مرسته شل کاله وروسته خپلې ټاکلې موخ ترلاسه کړې، خو سیمه کې یې لا هم اهداف نه دي ترلاسه شوي.
د باور غورځنګ مشر نجیب آزاد وايي:« شل کاله وروسته په دوحه کې د فیبروري په یووشتمه نیټه طالبانو له امریکا سره ټولې غوښتنې ومنلې. اسامه تر دې مخکې امریکا په اسلام اباد کې وژلی و او د دې ترڅنګ د امریکا نورې غوښتنې دا وې چې هیڅ ډول ترهګره ډله به افغانستان کې فعالیت نه کوي او طالبان به هغو کسانو ته پاسپورټ او اجازه نه ورکوي چې امریکا ته ګواښ وي او طالبانو دا ورسره ومنله.»
د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو ایتلاف وروسته له هغې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته راغلل،چې القاعدې ډلې ته منسوبو کسانو د نیویارک او واشنګټن ښار کې لویې ودانۍ په الوتکو ونړولې او زرګونه کسان یې په کې ووژل.
اوس چې په افغانستان کې د امریکا محدود شمېر سرتیري پاتې دي ټاکل شوې د یادو پېښو شلمې کلیزې سره سم د سپټمبر له یوولسمې وړاندې له افغانستان څخه خپل ټغر ورټول کړي.