Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه ښاروالي: روان کال کې د ۲۳ پراختیايي پروژو د تطبیق پلان لرو

فراه ښاروالي: روان کال کې د ۲۳ پراختیايي پروژو د تطبیق پلان لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

د فراه ښاروالۍ مسوولین وایي، د روان کال په لړ کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۲۳ لویو او کوچنیو پروژو د پلي کولو او تطبیق پلان لري چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړي شي.

دوی زیاتوي، دغو پروژو کې د سړکونو او پولچکونو جوړول او ترمیمول، د ښار او سړکونو روښانه کول، استنادي دېوالونو جوړول، د ښاري نظم ټینګښت په موخه د څلور لارو جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د یو شمېر هغو چارې په بشپړېدو دي او یو شمېر نوري یې تر کار لاندې دي.

د فراه ښاروال سردارمحمد مرصاد وايي: « د ۱۴۰۳ کال لپاره د فراه ښاروالۍ له خوا ۲۳ پراختیايي پروژې په پام کې نیولې چې اکثریت یې دا مهال تر کار لاندې دي او پاتې نورې به هم پيل شي.»

مرصاد دغه راز د فراه له اوسېدونکو غواړي چې د پروژو ساتنې او پلي کولو برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

هغه زیاتوي: « د فراه له خلکو مو غوښتنه دا ده چې د ښار آبادولو او د پروژو ساتنې او مراقبت په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي؛ ځکه چې د ولس له همکارۍ پرته د پروژو پلي کول او ساتنه نا شوني دي.»

بله خوا، د فراه اوسېدونکي د ښاروالۍ له پروژو خوښ دي او وایي، د تېر پرتله دغه ولایت کې پراختیایي پروژو او ښاري نظم ته پاملرنه زیاته شوې.

دوی همداراز د پراختیایي پروژو پر زیاتوالي او د ښاري بیارغونې هڅو پر چټکوالي ټینګار کوي.

د فراه یو تن اوسېدونکی وايي: «اوس چې کله د شپې راووځو، د فراه له ښار څخه خوند اخلو؛ ځکه ښار پاک او روښانه شوی. په ټوله کې د ښاروالۍ کارونه د ستایلو دي.»

د فراه ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « د فراه ښار د تېر پرتله ډېر ښه شوی او د لویو ښارونو په څېر ښکلا لري.»

فراه یو له هغو ولایتونو دی چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د مرکزي حکومت له پاملرنې بې برخې وو، خو اوس مهال د ښاروالۍ له لورې د پراختيايي پروژو په پیل سره نه یوازې دغه ښار ښکلا پيدا کړې بلکي سلګونه بې روزګاره کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist