Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي

admin by admin
2021/07/22

 یو شمېر کابل ښاریان او کاروباریان وايي،  روانې جګړې او کورونا وبا یې ژوند ننګولی او نه شي کولی د کورنۍ اړتېاوې پوره کړي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« خلک په غوربت کې ژوند کوي. زه خپله ۴ زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم، خو د ورځې ۵۰ افغانۍ عاید هم نه لرم. د کورنۍ ۱۱ غړو مسوولیت راپرغاړه دی.»

د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی بیا وایي:«کله چې غوربت زیات شي، نو خلکو لارو او کوڅو ته ووځي، غلاوې  او نور غیر قانوني کارونه کوي.»

د جګړې پرمهال د طالبانو لاسته د ځینو سوداګریزو بندرونو لویدل بله هغه ستونزه ده،چې سوداګري یې کمه کړې او له امله یې بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

 اخوا د سوداګرۍ خونه وایي، پانګوال او سوداګر پانګونې او کاربار ته زړه نه ښه کوي او زرګونه کارکوونکي یې هم اوس بېکاره شوي دي.

د سوداګرۍ خونې د نفتو رئیس حاجي ذبیح الله عمرخېل وايي: « د جګړو شدت، نا ارامي او سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوي، چې هېواد کې  پانګه اچونه ونه شي. نو کله چې هېواد کې پانګه اچونه ونه شي،بې له شکه چې د بې کارۍ ګراف به ورځ تر بلې لوړېږي.»

وروسته له هغې چې کندهار او هرات ولایتونو کې د سپن بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونه د طالبانو لاسته ولوېدل،په ټول هېواد کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې.

اندېښنې دا دي، که وضعیت په همدې شکل دوام وکړي، لوی ناورین به رامنځته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist