Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: طالبانو د اختر په شپو او ورځو کې جګړې ته دوام ورکړی

admin by admin
2021/07/22

د کورنیو چارو وزارت ویاند میروس ستانکزی وايي، طالبانو نه یوازې دا چې  اوربند یې نه دی کړی، بلکې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د تېر په څېر تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

ستانکزی وايي، وسله والو طالبانو د اختر په شپو ورځو کې هم جګړې ته دوام ورکړی او په ګڼو سیمو کې یې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

ستانکزي زیاته کړه:«  په بېلابېلو ولایتونو کې دوی برېدونه وکړل. په هېڅ صورت دوی په دفاعي حالت کې نه ول. دوی اعلان شوي او نا اعلان شوي اوربند ته ارزښت قایل نه ول. د افغانستان د خلکو دغې غوښتنې ته یې په پرله پسې توګه بیاهم  د رد ځواب ورکړ.  دوی په ټولو ولایتونو او په هغو ځایونو کې چې دوی شتون درلود، کوښښ یې کړی،چې برېدونه وکړي. که څه  د دوی برېدونه په ډېری سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا پر شاه تمبول شوي دي. خو دوی د اوربند اعلان شوي یا نا اعلان شوي تر عنوان لاندې هېڅ داسې پروسه نه لرل، دوی چې په هره سیمه کې شتون درلود، هڅه یې کړې، چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او ولس باندې بریدونه وکړي.»

په ورته وخت کې ستانکزی وايي، د اختر په دویمه ورځ له  کونړ سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وسله‌ والو طالبانو بریدونه کړي او غازي اباد ولسوالۍ کې بیا  یو شمېر کورنۍ د نښتو له امله بې ځایه شوي هم دي.

ستانکزی زیاتوي: « د کره مالوماتو پر بنسټ تر ۵۰ سلنې زیات له دوی سره پاکستاني اتباع او نور بهرني جنګیالي دي. کله چې دوی وژل شوي او په سیمه کې پاتې شوي،له  هغوی سره همدا اسناد موندل کېږي، چې هغه ډېری پاکستاني وګړي ورسره وي.  دوی د ګڼو بهرنیو جنګیالو پر ملتیا غوښتل، چې د غازي اباد ولسوالۍ پر ځنو سیمو او نورو ولسوالیو باندې بریدونه زیات کړي. له نېکه مرغه په ډېرو سېمو کې د دوی بریدونه دفعه شوي او په غازي اباد کې هم چمتوالی روان دی،ډېر ژر به وضیعت د افغان ځواکونو کنترول ته راشي.»

کونړ کې د پوځ مسوولینو هم شمشاد ته ویلي،چې وسله‌والو له تیرې شپې راهیسې پر غازي ‌اباد ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پيل کړي او د جلالا پوځي بیز یې محاصره کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت ادعا ردوي  او زیاتوي،چې د اختر په شپو ورځو کې یې وسله ‌وال په دفاعي حال کې دي.

کونړ کې ځینې سرچینې وايي، پرغازي ‌اباد ولسوالۍ جګړه کې د جلاله په نوم‌ پوځي کمپ سقوط شوی او له دېرشو زیات سرتیري وسله‌والو له ځانه سره وړي دي،خو د دویمې لوا مسوولین دغه ادعا ردوي.

پوځي مسوولینو ویلي، په دې جګړه کې پنجابي، اورکزي او د مومند اجنسۍ یوشمېر جنګیالي هم طالبانو سره ملتیا کوي،هغه څه چې وسله والو طالبانو یې په تړاو څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist