Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کونړ: د غازي اباد ولسوالۍ  پر ډېری پوستو سخته جګړه روانه ده

admin by admin
2021/07/21

سرچینې وایي، د کونړ پر غازي اباد ولسوالۍ  له سهار ۴ بجو راهیسې طالبانو جګړه پېل کړی او اوس هم روانه ده.

ځایي سرچینو شمشادنیوز ته ویلي، جګړه د “جلالا” په نوم د اردو په یوه بېز پیل شوې او اوس د غازي اباد ولسوالۍ  په مقام او ګڼ شمېر نور امنیتي پوستو هم روانه ده.

سرچینې زیاتوي، په جګړه کې ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

کونړ کې د دویمې پلې لوا قوماندانۍ وایي، له سهار رهیسې سخته جګړه پېل شوې، خو د مرګ ژوبلې دقیق معلومات نشته.

د دې لوا د مطبوعاتو آمر شاهد شمشاد ته وویل، دا جګړه د قاري ضیاءالرحمن په نوم کس چې د کونړ لپاره د طالبانو مرستیال والي ځان بولي، رهبري کوي.

شاهد وویل: «اوس هم سخته شدیده جګړه ده، پدې جګړه کې پنجابیان او د پاکستان نور اتباع هم دي، آن د جګړې عمومي رهبري هغوی کوي.»

هغه زیاتوي، جګړه اوس مهال د “جلالا ” پر بیز، ولسوالۍ مقام او پر ډېری پوستو دوام لري.

بلخوا، د کونړ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم جګړه تائیدوي او وایي چې دا مهال پر “جلالا ” بېز سخته جګړه روانه ده.

د قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر فرید دهقان شمشاد ته ویلي، تازه ځواکونه سیمې ته رسېدلي او هلته له تېرې یوې میاشتې ځواکونه په جګړه کې دي.

طالبانو په تازه جګړو کې خپلې غاړې ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

خلک وېره لري، که ژر هوایي مرسته ور ونه رسېږي، ولسوالۍ  به د طالبانو لاس ته ولوېږي او د سختو تلفاتو شاهدان به وي.

د کونړ غازي اباد ولسوالۍ  کې جګړه اوس اوس شدیده شوې، خو له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې د اسداباد – غازي اباد، ناړۍ او د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

هلته خلک د خوراکي او صحي توکو له سختو ستونزو سره هم مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist