Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: طالبان  د سولې نیت او اراده نه لري

admin by admin
2021/07/20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په  اختریز پیغام کې  وویل، طالبان اسلامي او ملي مشروعیت نه لري او د پاکستان له مدرسو په ځانګړي توګه له حقانیه او عثمانیه د افغانستان په اړه پرېکړه اخلي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي، طالبان د سولې اراده او نیت نه لري.

هغه وايي، د افغان ځواکونو مقاومت د نظام بقا نه،بلکې د خلکو د ساتلو لپاره دی.

دغه راز ولسمشر د ۵ زره طالب زندانیانو آزادول تېروتنه یاده کړ او پر وینا یې آزاد شوي ټول جګړې ته ستانه شوي دي.

ولسمشر د زندانیانو ازادولو پړه پر بهرنیانو او هغو کسانو واچوله،چې پر خبره یې  افغان حکومت یې سولې ته ژمن نه باله.

ولسمشر وايي، پاکستاني چارواکي د طالبانو په تړاو واحد نظر نه لري.

 هغه وايي،  عمران خان ورته ویلي،چې طالبان به هم د مجاهدینو په څېر خپل منځي جګړه پيل کړي.

ولسمشر تور پورې کړ،چې طالبانو ۱۵۰ جوماتونه وران کړي او ګڼې ټولګټې ودانۍ یې نړولي دي.

ولسمشر له طالبانو پوښتنه وکړه،چې له القاعده، لشکر طیبه او جیش محمد سره څه اړیکې لري.

هغه  د سیاسي مداخلې مخنیوي لارښونه وکړه،چې پر وینا یې سیاسي مداخله د ماتې لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په ارګانونو کې د مکافاتو او مجازاتو پر ځای سیاسي لاسوهنې پيل شوې وې.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی عبدالله عبدالله او نور لوړ پوړي چارواکي په ارګ کې پر لمانځه بوخت و، چې پر کابل ښار درې توغندي ولګېدل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist