پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په غازي خان سیمه کې یوه مسافر وړونکي بس له باربري موټر سره ټکر کړی دی.
دوی وايي، په دې پېښه کې ۳۳ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.
د چارواکو په خبره، پېښه کې ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو حالت نازک دی.
د پېښې لامل تر اوسه پورې څرګند نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
په پاکستان کې ډېری وخت د ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي،چې چې لامل یې تر ډېره په لېرې پرتو سیمو کې د سړکونو ناوړه حالت او د قوانینو نه رعایتول کول بلل کېږي.