Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د تېر کال پرتله امنیتي پېښو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تېر کال پرتله امنیتي پېښو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

ملګرو ملتونو په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر۲۰۲۳ کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتې شوې دي.

راپور کې د روان زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان امنیتي وضعیت اروزل شوی او په کې راغلي چې په دې موده کې د تېر کال پرتله د وسله ‌والو بريدونو، د ځمکو پر سر شخړو او بمي چاودنو پېښې زیاتې شوې دي. 

په راپور کې راغلي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۴۸ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې تر نورو برخو زیاتې دي،  ورپسې په لوېدیځ، شمال ختیځ، شمال او سوېل کې په ترتیب سره ۱۵، ۱۱ او ۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

د راپور یوه برخه:« د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې د طالبانو مخالف وسله ‌وال د پام وړ لاسته راوړنې نه لري، خو د طالبانو حکومت ته یو ګواښ دی. په بامیانو، کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځمکو پر سر له شخړو سربېره د بمي چاودنو او هدفي بریدونو په ګډون ۲ زره ۱۲۷ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې ترڅنګ، راپور ويل شوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ناچاوده توکو موجودیت د ماشومانو په ګډون لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د راپور یوه برخه :« نا چاوده توکو د ۲۶ ماشومانو، ۷ نارینه وو او ۶ ښځو او نجونو په ګډون ۳۹ تنه وژلي او د ۳۷ ماشومانو، ۱۴ نارینه وو او ۱۲ ښځو او نجونو په ګډون يې ۶۳ نور ټپیان کړې دي.»

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د دغه راپور ټولې ادعاوې ګوري او ترکتنې وروسته به یې په اړه نظر څرګند کړي.

 دوی له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ټول امنیتي راپورونه له موجوده حقایقو لرې بللي او د یاد سازمان له لوري یو اړخیزې ارزونې یې ګڼي.

بله خوا  د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ملګرو ملتونو تل د سترو قدرتونو د اهدافو لپاره کار کړی او د هغوی تګ لارې یې تعقیب کړي او له همدې کبله يې ډېری موندنې له حقایقو لرې دي.

د سیاسي  چارو کارپوه او پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: « ملګري ملتونه تل د غربي نړۍ او زبرځواکو هېوادونو پروګرامونه پلي کوي، ځکه هغوی جوړ کړي او بودیجه ورکوي. کله چې دغه هېوادونه کوم پروګرام ولري، وړاندې له پلي کولو یې ملګري ملتونه بې بنسټه راپورونه جوړوي ترڅو د هغوی پروګرامونو ته یو بستر هوار او زمینه ورته برابره کړي. که چېرې وايي ، په افغانستان کې امنیتي پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوې، مانا یې دا ده چې افغانستان کې جګړه ده او خلک په کورونو کې ناست دي، حال دا چې برعکس ۳ سلنه پېښې هم په افغانستان کې نه شته.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا به د چهارشنبې پر ورځ په دې سازمان کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه امنیت شورا ته مالومات وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist