Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر: د شیخ رشید څرګندونې غیر مسلکي او تر وخت وړاندې قضاوت دی

admin by admin
2021/07/19

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه وښودله.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، د دوی د لومړنیو مالوماتو پر اساس په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خېل نه وه تښتول شوې او ویلي چې هندي استخباراتو دغه موضوع غټه کړې ده.

د افغانستان  بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې اتمر له قریشي سره ټلیفوني خبرو کې ویلي چې غیر مسلکي څرګندونې او له وخت مخکې قضاوت دوه اړخیزو اړیکو او د روانو څېړنو پایلو ته چې تر اوسه لا بشپړه شوې نه دي، زیان رسوي.

اتمر ویلي، افغانستان د څېړنو پر مخ وړلو او د تورنو کسانو نیولو او محاکمې کې له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

اتمر زیاته کړې ده،چې ټاکل شوې، په دې اړه یو پلاوی اسلام اباد ته سفر هم وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډاډ ورکړی دی چې د افغان سفیر د لور د تښتونې قضیه به په جدي ډول  وڅېړل شي.

دغه راز قریشي  حنیف اتمر ته په هغه هېواد کې د افغان ډيپلوماتو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور سلسله علي خيل د تښتونې او زورېدو پېښې پراخ غبرګونونه راوپارول.

افغان حکومت د یادې قضیې په غبرګون کې له اسلام اباد خپل سفیر او نور ډيپلوماتان هم کابل ته راغوښتي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist