Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کورنیو چارو وزارت: د اختر شپو او ورځو کې د لویو ښارونو او سیل ځایونو امنیت نیول شوی

admin by admin
2021/07/19

د کورنیو چارو وزارت  مرستیال ویاند وايي،اضافي سرتیري یې ځای پر ځای کړي او خلک کولای شي په ډاډه زړه د اختر مراسم ونمانځي.

کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن وايي: «کورنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو د امنیت ټینګښت په برخه کې د اختر په شپو او ورځو کې خپل لازم چمتوالی نیولی دی. په ټولو لویو ښارونو او سیل ځایونو کې امنیتي منسوبین پر ځای دی. موږ خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکو، چې د اختر شپې او ورځې به په ارامه فضاء کې ترسره شي.»

د طالبانو له لوري هم  تر اوسه پورې شین څراغ نه دی ورکړل شوی، نه یې د جګړې ویلي او نه یې هم لکه د تېر کوچني  اختر د نا اعلان شوی اوربند په اړه.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا قطر کې طالبانو سره د دولت وروستۍ ناسته بې ګټې بولي او وايي، د اوږد مهاله او لنډ مهاله اوربند په اړه هېڅ ترې لاسته رانغلل.

 د سیاسي چارو شنونکی  ثناء لله مخلص  وايي:« په ټوله کې قطر ته د افغانستان  حکومت او طالبانو پلاوي ته د ناستو هیله مندي وه،چې دایمي اوربند به رامنځته شي، دایمي که نه وي د اختر اوربند خو به وشي او د افغانستان د جنګ او دغه وحشت د تشدد لپاره به یو حل لار رامنځته شي، خو بدبختانه د دوی ناستې بې نتیجې پای ته ورسیدې، نه یوازې پر دایمي اوربند موافقه ونه شوه، بلکې پر لنډمهاله اوربند باندې هم مواقفه ونه شوه.»

تمې دا وې،چې دوحه کې د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ ناستې یوه موضوع به اوربند وي،خو دغه ناسته د تمې خلاف پای ته ورسېده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist