د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ د داعش ډلې له خوا د ۱۴ هزاره ملکي وګړو د وژنې او یو شمېر نورو د ټپي کولو پېښې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د دې سازمان د سرمنشي له قوله د پېښې د غندنې ترڅنګ، دغه کړنه وحشیانه عمل بللی او د ملکیانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.
دوجاریک زیاته کړې: « د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په مرکزي برخه کې پر شعیه مذهبه هزاره توکمو د تېرې ورځې وحشیانه برید غندي. انټوني ګوټیريش د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي تل د ملکیانو پر خوندیتوب ټینګار کوي.»
د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکې کړې او وايي، ښکېل کسان باید د خپل عمل مسوول وګرځول شي.
یوناما زیاته کړې: « د افغانستان په مرکزي برخه کې پر اهل تشيع د تېرې ورځې برید چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې، په کلکه غندو. موږ په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپلې غمرازي ښيو او په کې د ښکېلو کسانو د مسوول ګرځولو په تړاو د پلټنو غوښتنه کوو.»
د سیاسي چارو کارپوهان د بېګناه ملکي وګړو وژنو ته د شک په سترګه ګوري او یوه استخباراتي لوبه یې بولي. د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « دا د خواشینۍ خبره ده چې زموږ هزاره وروڼه بېګناه او په ډېر ظالمانه بڼه شهیدان شوي. دولت ته په کار ده چې د خپلو وګړو امنیت هر ډول چې کېږي، تأمین کړي. ما ته دا یوه استخباراتي لوبه ښکاري او مغرضې کورنۍ ډلې، مخالفین او د نظام مخالفې جبهې د دې لپاره د قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي چې سره یې ووېشي او خپل ځان ته متحدان پیدا کړي.»
په ورته مهال، د افغانستان لپاره د جاپان سفارت هم دغه پېښه غندلې او په افغانستان کې یې د هغو بریدونو د درېدلو غوښتنه کړې چې قربانیان یې عام وګړي دي.
کابل کې د جاپان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه: « موږ د دایکندي او غور ترمنځ سیمه کې د تېرې ورځې هغه ترهګریز برید غندو چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي. موږ د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو او یو ځل بیا د ورته ترهګریزو بریدونو د سملاسي درېدو غوښتنه کوو.»
بل پلو، افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر، د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د جلا اعلامیو په خپرولو سره پېښه غندلې او د قربانیانو کورنیو ته یې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
دوی له سرپرست حکومت څخه د پېښې د عاملینو نیولو غوښتنه کړې او په افغانستان کې د بېلابېلو توکمنو د خوندیتوب ترڅنګ، د دې بریدونو په تړاو خبرداری ورکړی.
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي: « پر هغو هزاره توکمو ولسي وګړو د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم چې له دایکندي ولایت څخه غور ولایت ته په سفر روان وو. زه د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هغه غږ بدرګه کوم چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه یې کړې.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي: « تېره ورځ په غور کې د داعش خراسان ډلې له لوري د هزاره ګانو د وحشتناکې وژنې کړنه د نړیوالو جرمونه نښه ده. زما فکر له قربانیانو سره دی. زه د داعش خراسان د ادعا شویو بریدونو په تړاو خبرداری ورکوم او د مخنیوي، خوندیتوب او نړیوالې ځواب وینې اړتیا وینم.»
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: « زما افکار د داعش خراسان ډلې له لوري د هزاره توکمو د تېرې ورځې له قربانیانو او کورنیو سره دي. دا یوازینۍ پېښه نه ده بلکې د هزاره ګانو پر وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي یوه بېلګه ده. زه له افغانانو سره یوځای د هزارګانو وضعیت ته د لازیاتې پاملرنې، ساتنې او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیلاحمد نادم وايي: « عواملو ته باید سزا ورکړل شي. د اسلامي امارت استخبارات باید روښانه کړي چې دا کسان له کومه ځایه راغلل، وسله یې له کومه کړه او څنګه یې دا خلک ووژل.»
همدارنګه، د بشر حقونو د څار سازمان هم دغه پېښه غندلې او د هزاره توکمو په ګډون یې له ګواښ سره مخامخ ټولنو او لږکیو پرخوندیتوب ټینګار کړی.
دغې سازمان زیاته کړې، په تېرو درېیو کلونو کې داعش ډلې پر هزاره توکمو د هغو ۱۷بریدونو مسوولیت منلی چې په کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
وړمه ورځ د هزاره افغانانو یوه ۲۰ کسیزه ډله چې له دایکندي ولایت څخه غور ته پر لاره و، د داعش ډلې د وسله والو له لوري له موټرو ښکته شوي او وروسته یې په ډله ییز ډول پرې ډزې کړي چې په پایله کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.