د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو د ژغورنې لپاره خاص ځواکونه رسیدلي دي.
ملي دفاع وزارت وايي٬ هوايي ځواک ترڅنګ ځکمنۍ ځواک هم د مالستان او جاغوري ولسوالیو ته روان دي.
لوی درسیتز شریف یفتلي وویل٬ په دواړو ولسوالیو کې سلګونه وسلوال وژل شوي دي.
د غزني ولایت ترټولو امن ولسوالیو باندې وسله والو طالبانو بریدونه کړي چې ځايي خلک یې وارخطا کړي دي.
لوی درستیز شریف یفتلي وايي، ملي دفاع وزارت د خلکو وارخطايي د کابو کولو لپاره ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه یې دواړه ولسوالیو ته لیږلي چې ګواښونه له منځه یوسي او وسله والې ډلې وځپي.
د هوایي ځواکونو تر څنګ ځمکني ځواکونه هم مالستان او جاغوري ته روان شوي چې دا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ وژغوري.
په دې ولسوالیو باندې لومړني بریدونه او عملیات پیل شوي چې د ملي دفاع وزارت پکې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
له دې کنفرانس څو شیبې وړاندې د طالبانو ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي و چې د مالستان ټولو امنیتي پوستې او ولسوالۍ یې سقوط کړې، خو د طالبانو دا ادعا افغان چارواکو رد کړې ده.