افغان ولسمشر محمد اشرف غني بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې له پاکستانه دې افغان سفیر او نور ډیپلوماټان کابل ته را وغواړي.
افغان حکومت دا پرېکړه په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور له تښتونې او سختې شکنجې دوه ورځې وروسته وکړه.
ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې ترڅو، چې د سلسلې علي خېل برمته کوونکي په سزا ونه رسول شي او د افغان ډیپلوماتانو امنیت نه وي تضمین شوی افغان سفیر او ډیپلوماټان دې کابل ته را وغواړي.
دغې پيښې په کور دننه سخت غبرګونونه راپارولي او ټولو غوښتنه کړې، تر هغې چې قضیه نه وي څېړل شوي او دپيښې عاملین نه وي نیول شوي پاکستان سره دې اړیکې ودرول شي.