Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ دوحه کې پر دویمه ورځ هم بین الافغاني مذاکراتو دوام درلود

admin by admin
2021/07/18

د قطر پلازمېنه دوحه  نن پر دویمه ورځ هم د طالبانو او افغان حکومت د سولې مرکچي ډلو له یو بل سره خبرې اترې کړي دي، خو توافق داده چې د ناستو جزئیات به له رسنیو سره نه شریک کېږي.

داځل د مذاکراتو محور اساسي مسایل دي، په سیاسي مشارکت او اوربند باندې تم دي.

له تېرې ورځې را په دې خوا د مرکچي ډلو له خوا افغانانو ته د سولې په اړه د ښو زیرو هېله ورکړل شوې ده.

طالبان وایي، د خبرو پایله او مهم ټکی به د ناستې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې خلکو ته ډاګیز کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي: « نومشخصا اول د موضوعاتو په اړه نه شو ویلی،چې پر څه بحث  شوی دی، نتیحه به څه وي څه ترلاسه کېږي؟ په اخرو ورځو کې کېدای شي په دې اړه چې اعلامیه خپریږي، څه ټکي به وي. خو پرون او نن په عام ډول په دې بحث کېږي چې د سولې پروسه څنګه چټکه شي او ستونزو اواري لپاره کار وشي.»

دا ځل د سولې خبرو ته هیلې له دې امله دي چې خبرې د لوړپوړ او باصلاحیته پلاوو ترمنځ پيل شوي دي او پر  سیمه ییزه او نړیواله کچه دې خبرو ته د بریا تمې شته دی.

بل پلو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، په دې ناستو کې به د طالب بندیانو او تور لیست سربېره افغانستان کې په راتلونکي سیاسي جوړښت هم پرېکړې وشي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د دې ناستې په پایله کې به د غونډې د پراخولو او غټولو تابیه ونیول شي. اوربند او راتلونکی سیاسي نظام، حکومت، د تور لیست او بندیانو خلاصولو ژورې پرېکړې به وشي. مهمه خبره د دې ناستې پراخول پکار دي، هغه سیاسون او مشران چې کابل کې پاتې دي، د سیاسي نظام تعریف بندیانو او تورلیست باندې به ژورې پرېکړې وکړي.»

تحلیل کوونکي وايي، افغانستان کې پر زیاتو ولسوالیو د طالبانو ولکې دغه ډله برلاسې کړې او حکومت به تر ډېره اړ کړي، چې درنو غوښتنو ته یې تن کېږدي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  ویس ناصري وايي:« اقتصادي محاصره، سیاسي او نظامي پرمختګ هغه څه دي چې حکومت طالبانو ته ماتې منلې ده. طالبان د زیاتې جغرافیې په نیولو سره اوس برلاسي ښکاري او افغان دولت به د دوی هره غوښتنه مني. د سولې خبرو لپاره دا یو وروستی فرصت ده، که چېرې د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې په پای توافق رانه شي، نو افغانان به د جګړې د دوام شاهدان وي.»

له دې سره دوی ټېنګار وکړ چې طالبان او افغان حکومت باید په مذاکراتو کې زیات وخت تېر نه کړي او د افغانستان مسلې ته چې جګړه ده، پای ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist