د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په تېر کې هم سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ا و دا ځل به یې هم پایله همغسې وي.
پښتین زیاته کړې، افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه یوازې افغانستان ته زیانونه اړوي، بلکې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته هم پښتانه د پخوا په څېر ستر زیان سره مخ کولی شي.
منظور پښتین یو له هغو کسانو دی، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې غندي او په دې اړه ورته ان د پاکستان پوځ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګواښونه کړي، زندان ته یې لېږلی او ان ملګري یې وژل شوي هم دي.