اروپايي پارلمان له پاکستان وغوښتل،چې د ترهګرو له ملاتړ دې لاس واخلي او هلته د ترهګرو موجود مرکزونه دې له منځه یوسي.
د یاد پارلمان غړو د افغانستان د پارلمان له ښځینه غړو سره انلاین غونډه کې ویلي، اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.
د دوی په خبره اروپا هڅه کوي،چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
دوی همدا راز ټینګار کړی،چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه پر ريښتینې معنی لاس واخلي او په سیمه کې د ثبات لپاره پاکستان باید له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې اروپایي پارلمان ویلي، دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي،چې شته لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.