Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سپټمبر ۱۱ مه؛ د امریکا پر سوداګریزونو مرکزونو او پنټاګون د برېدونو ۲۳ کاله پوره شول

د سپټمبر ۱۱ مه؛ د امریکا پر سوداګریزونو مرکزونو او پنټاګون د برېدونو ۲۳ کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

د امريکا په نيويارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ پر غبرګو برجونو او د دفاع وزارت پر ودانۍ (پنټاګون) د القاعده شبکې د هغه برېد له ۲۳مې کليزې سره برابره ده چې په پایله کې يې نږدې ۳ زره کسان ووژل شول.

د القاعده شبکې غړیو دغه برېدونه د هغو مسافر وړونکو الوتکو په وسيله وکړل چې د امریکا له هوايي ډګرونو تښتول شوې وې.

هغه مهال ادعا وه چې د يادې شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې پټ دی او له همدې ځای يې پر امريکا د سپټمبر ۱۱مې بريدونه پلان کړی دي.

له دې بريدونو شاوخوا يوه مياشت وروسته، د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ د امريکا پر مشرۍ نړيوال اېتلاف پر افغانستان د ځمکې او هوا له لارې برېد پيل کړ او ویې ویل چې دا برېد په افغانستان کې د القاعده شبکې له منځه وړلو او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره شوی.

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش د خبرو یوه برخه: « زموږ له وسله والو ځواکونو، زموږ له متحدینو او له افغان جنګیالیو مننه، د طالبانو رژیم پای ته سېږي.»

که څه هم امریکایي لوري له بريد وړاندې د اسلامي امارت له هغه مهال حکومت غوښتنه کړې وه چې د سپټمبر ۱۱مې پیښې عامل چې اشاره يې اسامه بن لادن ته وه ور وسپاري، خو د وخت حکومت یې غوښتنه رد کړه.

ورپسې د ا مريکا پر مشرۍ نړيوالو اېتلافي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده خلاف بريدونه پيل او په کابل، کندهار او ننګرهار کې یې یو شمېر اهداف په نښه کړل.

د چارو څارونکي وایي، امریکا هم د پخواني شوروي اتحاد په څېر پر افغانستان د برید تېروتنه وکړه.

دوی زیاتوي، امریکا او شوري اتحاد د خپلو سیاسي ګټو په موخه پر افغانستان یرغلونه وکړل او زرګونه بې ‌ګناه افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

 د پوځي چارو کار پوه توریالی ځاځی وايي: « افغانستان د دوو زبرځواکونو امریکا او روسیې د رقابتونو قرباني شو. د سپټمبر ۱۱ مه د نړۍ په سیاست کې ډېر لوی بدلون و. پر افغانستان د امریکایانو یرغل او بېرته وتل د دوی لپاره تاریخي ماتې او شرم و.»

پر افغانستان د امریکايي ایتلاف له بريد یوه لسیزه وروسته، امریکايي ځواکونو د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه په ایبټ آباد کې پیدا او د نظامي عملیاتو په پایله کې له منځه یوړ.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي د سپټمبر ۱۱مه د هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ بولي او وایي، امریکا د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال ډېر ظلمونه وکړل.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهېل شاهین وايي: « امریکا په لومړي سر کې پرله پسې تورونو لګول او د جګړې ګواښونه به یې کول. بالاخره یې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷ نېټه پر افغانستان یرغل وکړ. موږ له رسنیو سره د مرکو په لړ کې ورته وویل او روښانه مو کړه چې ښايي دا جګړه اوږده شي خو ماتې به د یرغلګرو وي او داسې به له دې هېواده شړل کېږي لکه نور تېر یرغلګر.»

له ۲۰ کاله خونړۍ جګړې وروسته، بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۱مه له افغانستانه ووتل.

دغه جګړه امریکا ته په دوه ټرېلیونه ډالره لګښتونو پرېوته، خپل ۲ زره ۴۶۰ سرتېري یې له لاسه ورکړل او ۲۱ زرو ډېر ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist