Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس؛ د روان حالت زیان هغو کسانو ته به ورسېږي چې د بې طرفۍ پر پلمه بې تفاوتي کوي

admin by admin
2021/07/17

په کابل کې د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس جوړ شوی او ګډونوال وايي، د روان وضعيت تر ټولو لوی زيان به هغو کسانو ته ورسېږي چې د بې طرفۍ په پلمه بې تفاوتي کوي.

دوی وايي، اوس د بې طرفۍ وخت نه دی او محافظه کاران به ځان او هېواد  ته ګټه ونه کړي.

ګډونوالو د افغانستان روان وضعيت تر بل هر وخت کړکېچن وبلله او ټینګار یې پر دې وکړ، چې خلک دې د بې طرفۍ په بلمه نه بې تفاوته کېږي.

دوی زیاتوي، چې  د نیابتي جګړې دوام او په داسې وضعیت کې، چې پاکستان د افغانستان جګړې ته هره ورځ جنګیالي رالېږي او په ښکاره یې د جسدونو تابوتونه لېږل کېږي، ولې محافظه ‌کاري او بې طرفي اختیار شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرسته ډاکټر عالمه وايي: « هره ورځ د پاکستاني عسکرو جسدونه اخوا اړول کېږي. دې وخت کې هېڅوک حق نه لري چې ووايي، موږ بې طرفه يوو، بې غرضه يوو، جامعه مدني ټولنه چېرته ده، ولې خپل صفونه نه پیاوړي کوي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم وايي:« که خلک بې تفاوتي اختیار کړي، د مسووليت احساس ونه کړي، خپل مسووليت ادا نه کړي، پيغمبر ص وايي، کله چې عذاب راشي نو ټول وچ او لانده سوځوي.»

د کنفرانس ګډنوال وايي، دا چې اسلامي نړۍ د افغان جګړې شرعي دليل رد کړی، اوس د جګړې لپاره نور سياسي دليلونه لټوي.

ځوانان چې د هېواد اويا سلنه نفوس تشکيلوي، د سولې په برخه کې د خپلې ونډې غوښتنه کوي.

د ځوانانو چارو معين ادريس الکوزی وايي:« اجتماعي عدالت همدا ځوانان پلی کوي، نو که چېرته اوس وخت کې د ځوانانو نظر وانه خېستل شي، بيا يې څوک پلي کوي او ممکن بيا ماته وخورو.»

د افغانستان ميډيوتيک مشر عاطف فقير زاده  وايي:« د دې لپاره چې سوله دايمي او عادلانه وي،د ځوانانو، ښځو او سړيو ګډون مهم او اساسي دی.»

ياد کنفرانس چې، کابل کې د المان سفارت پر همکارۍ جوړ شوی دی، افغانستان کې یې د سمدستي جګړې د درېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان او المان په اوږودمهاله ملګرتيا يې ټېنګار وکړ.

په کابل کې د المان چارسمبالی  وايي:« جګړه د ځوانانو لاسته راوړنې له منځه وړي.موږ له تاسو سره همکار يوو. جګړه بايد ودرېږي. د افغانستان او المان دوستي چې له سلو کالو زياته موده کېږي، نوره به هم پياوړې او غښتلې شي.»

د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس په لسو ولايتونو کې د ځوانانو نظرونه ټول کړي وو او د يوه هوکړه ليک په خپراوي کابل کې پای ته ورسېده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist