Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خادم: سعودي عربستان کې نیول شوي افغان حاجیان به ژر خوشې شي

خادم: سعودي عربستان کې نیول شوي افغان حاجیان به ژر خوشې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبې پر ورځ (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۰ مه) د خپلو کلنیو فعالیتونو او لاسته راوړنو او دغه راز راتلونکو پلانونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په ګڼو برخو کې پرمختګونه لري او هڅې کوي چې د ارشاد، حج اوقافو وزارت په بېلابېلو برخو کې لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د ارشاد، حج او قافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني وايي: « په دې څلورو برخو کې ښه پرمختګونه شوي، ارشاد، حج، اوقاف او اداري برخه.»

د دغه وزارت د حج او عمرې او زیارتونو رییس مولوي عطاالله خادم وايي، د حج په تېرو مراسمو کې درې تنه افغان حاجیان د کوربه هېواد سعودي عربستان له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د خادم په خبره، د نیول شویو حاجیانو د راخوشي کولو هڅې پيل شوې او ډېر ژره به خپل هېواد ته ستانه شي.

خادم زیاتوي: « په ۳۰ زره حاجیانو کې داسې کسان شته چې ښايي د کوربه هېواد له قوانینو یې سرغړونه کړې وي، خو په دې برخه کې تر ډېره کار شوی او ښايي ډېر ژر خپل هېواد ته را ستانه شي. درې کسان هلته بندي دي خو دوسیې یې سپکې دي او ژر به را خوشي شي.»

د حج او اوقافو وزارت چارواکي دغه راز وايي، په تېر یوه کال کې د لسګونو جوماتونو د جوړونې چارې پیل شوې چې تر اوسه د شپږو جامتونو چارې بشپړ شوې او د پاتې نورو کار روان دی.

د دوی په خبره،  د جوماتونو د بېلابېلو برخو لپاره یې میلیونه افغانۍ بودیجه زیاته کړې ده.

د ارشاد، حج اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د تنظیم چارو مرستیال شیخ عزیزالرحمان منصور وايي: «د مساجدو د برېښنا لګښتونو لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتول، د مساجدو د جوړولو لپاره د ۱۵۰ میلیونه افغانیو زیاتول، مساجدو ته د فرش اخیستلو لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو زیاتول، د مساجدو او دیني ځایونو د ترمیم لپاره د ۵۰ میلیونه افغانیو زیاتول، د امیرالمؤمین له حکم سره سم په مرکز او ولایتونو کې د ۴۹ محراب جوماتونو د جوړولو چارې پيلول چې له ډلې یې د ۶ جوماتونو کارونه بشپړ شوي او د نورو تر کار لاندې دي.»

د یاد وزارت په کلني راپور کې دا هم راغلي چې تېر یو کال کې د دې وزارت له خوا ۱۱۷ مدرسې ثبت او راجسټر  شوې او له ا۸ زرو زیات کسان له دیني زده کړو فاغ شوي دي.

چارواکي زیاتوي، د جمعې او اختر لمونځو لپاره یې خطبې ترتیب کړي او همدا راز ترکیې او ایران هیوادونو ته یې د قران کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پنځه تنه حافظان لېږلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist