Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: طالبان او ملاتړي یې پر ګډه وروستۍ ویجاړۍ نمانځي

admin by admin
2021/07/17

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د منځنۍ او سوېلي اسیا د وصل، فرصتونو او ننګونو کنفرانس ته وینا کې عمران خان ته په اشارې وویل، وضعیت ستاسې د کړو ژمنو برعکس  روان دی.‎

په ورته وخت کې ولسمشري غني ټینګار وکړ،چې  له طالبانو سره جوړ جاړی یې لومړېتوب دی.

ولسمشر غني وايي: « څنګه چې، خلک د شخړې سیاسي حل غواړي، نو دا له  طالبانو سره سیاسي جوړ جاړی زموږ ملي لومړېتوب دی، لکه څنګه چې خپلواک، متحد، ډیموکراټ، سوله ییز او وصل افغانستان دی.»

ولسمشر دغه راز د سولې لپاره د افغان حکومت له اخېستو ګامونو یادونه وکړه او هغو ویجاړیو ته یې هم اشاره درلوده، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې رامنځته شوي دي.

ولسمشر غني، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته مخامخ وویل، چې دوی د خپلو خبرو مخالف روان دي.

 ولسمشر غني وايي:« برعکس د دې، چې لومړی وزیر عمرخان او جنرالانو یې په مکرر ډول یې ویلي، د طالبانو له خوا د زور له لارې واک ته رسیدل یې په ګټه نه دي. ژمنه یې کړې وه،چې دوی به پر طالبانو له خپل نفوذ ګټه واخلي،څو په جدي ډول د سولې خبرې پر مخ یوسي،خو هغه بنسټونه چې د طالبانو ملاتړ کوي،له طالبانو سره پر ګډه د افغانستان د خلکو او حکومت د تاسیساتو ویجاړۍ نمانځي.»

ولسمشر غني د دغه کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره جلا لیدنه هم کړې.

ولسمشر د سیمې وصل له فرصتونو ډک وباله او ټېنګار یې وکړ، چې له افغانستانه د بهرنیانو وتل پر سیمه خپل تاثیرات لري.

ولسمشر د سولې، ثبات او ځان بساینې په موخه، داخلي اصلاحاتو او سیمه ییزې همکارۍ ته ژمنتیا وښوده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist