د ايران په سوېل لوېديځ خوزيستان ولايت کې د اوبو کموالي له امله خلک واټونو ته راوتلي او له پوليسو سره يې نښتې رامنځته شوي.
دغه نښتې هغه مهال رامنځته شوي، چې پوليسو د خلکو د پاشلو په موخه ربړي مرمۍ وکارولې.
تر دې دمه نښتو کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه ډي ویل شوي.
د اوبو له کموالي سره مخ دغو قهرجنو لاريون کوونکو د موټرو ټايرونو ته اور اچولی او واټونه يې د ترافيکو پر تړلي دي.
له دې وړاندې، د برښنا کمښت له امله هم د ايران تلونکي ولسمشر حسن روحاني له خپلو خلکو بښنه غوښتې وه.