Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني د تاشکند کنفرانس کې د ګډون په موخه ازبکستان تللی

admin by admin
2021/07/15

 افغان ولسمشر غني د یو  لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ او سوېلي  اسیا د سیمه ییز اتصال فرصتونو ګډ کنفرانس کې د ګډون لپاره په دوه ورځني رسمي سفر ازبکستان ته رسېدلی دی.

د ولسمشر ویاند لطیف محمود وايي، ولسمشر غني به یاد کنفرانس کې له وینا سربېره د ازبکستان ولسمشر سره پر دوه اړخېزو اړیکو سربېره په مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

محمود وايي، ولسمشرغني لومړی له خپل ازبکستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربیره پر ځینو مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

 په ورته وخت کې  هغه وايي،  ولسمشر غني به د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم لېدنې ولري.

محمود زیاتوي:« د تاشکند کنفرانس د افغانستان لپاره مهمه دی او له هغه ځایه چې افغانستان په سوېلي اسیا کې استراتيژیک موقیعت کې قرار لري او نه یوازې ځانته بلکې د سیمې هېوادونو ته هم د اهمیت وړ دی.»

محمود  وايي، دا کنفرانس د افغانستان لپاره مهم دی او په خبره یې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا په نښلولو کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه:«  افغانستان د سیمه ییز دهلیز او څلورلارې په توګه کولی شي، منځنۍ اسیا د سوېلي اسیا په اتصال کې مهم رول ولوبوي.»

که څه هم دې ناستې ته تمې زیاتې دي،چې غړي هېوادونه به افغان ولسمشر سره د دوه اړخیزو اړیکو، همکاریو او مرستو ژمنې تازه کړي، خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي زیات باوري نه دي،چې له دې کنفرانسه دې زیات څه ترلاسه شي.

 د  سیاسي چارو تحلیل کوونکی زیارمل نازکمیر وايي:« د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو د افغانستان لپاره کومه لاسته راوړنه نه لري او باید  له دې کنفرانس څخه د ګټې اخېستنې په توګه باید ولسمشر د سولې برخه کې سیمه ییزو هېوادونو ملاټر جلب کړي، ځکه دغو هېوادونو ته طالب استازو هم سفر درلوده.»

د منځنۍ او سوېلي اسیا په دې کنفرانس کې ډېری بحث پر اقتصادي راکړې ورکړې کېږي، چې افغانستان به د څلور لارې په توګه مهم رول ولوبوي او مرکزي اسیا به له سوېلي اسیا سره وصل کړي.

دغه کنفرانس چې د منځنۍ او سوېلي اسیا، د سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو ترنامه لاندې جوړ شوی، د ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې ګدون کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026
برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist