Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل باید نور پر اسلام اباد باور ونه کړي

admin by admin
2021/07/15

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل افغان سیال سره په لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی،خو دغه څرګندونې یې دلته توند غبرګونونه له ځان سره لري.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، پاکستان د افغانستان لسیزې بحرانونو کې ثابت شوی،چې دوه مخی سیاست کوي او دلته د جنګېدونکو ډلو تر شا درېدلی دی.

دوی وايي، نور پر پاکستان باور نه دی په کار او افغان حکومت باید نور د اسلام په دې تېراېستونکو خبرو تېر نه وځي.

دوی زیاتوي، د پاکستان ملکي حکومت هېڅ ډول صلاحت نه لري،چې له کابل سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي، د دغه هېواد پوځ او څارګره اداره ده، چې په افغانستان کې جګړه مارې ډلې پرشا ډبوي او په خپله خاوره کې یې پټن ځایونه او روزنیز کمپونه ورکړي دي.

دولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد  وايي:« د پاکستان تېرو ژمنو ته په کتو څه چې وايي او هغه څه چې عمل پرې کوي، سره توپیر لري، خو د افغان حکومت د مذاکراتو او دیپلوماسۍ دروازه تل خلاصه ده. اوس پکار دا ده،چې ټول اړخونه پر پاکستان فشار راوړي،چې د افغانستان پر وړاندې له خپل اوسني سیاست لاس واخلي او جګړې ته لمن وهل د پاکستان په ګټه هم نه دي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې باور دی، چې افغانستان د پاکستان لپاره مهم دی او د دغه هېواد پوځي برخه او سیاستوال غواړي، چې په کابل کې د دوی د خوښې حکومت حاکم وي.

ندیم زیاتوي:« پاکستان د افغانستان په تړاو تدوین شوی او تعریف شوی سیاست لري او د افغان سیاستوالو په څېر نه دي،چې د وخت په تېرېدو سره یې د پاکستان پر وړاندې سیاست بدلون کوي، نو ځکه افغانستان پاکستان لپاره فوق العاده مهم اهمیت لري.»

 د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي، افغان حکومت بیا له تېرو شلو کلونو راهیسې همدا یوه هڅه کړې،چې له ګاونډي پاکستان سره ښې او پر دوه اړخیزو همکاریو ولاړې اړیکې ولري، خو دغې هڅې بیا کومه پایله نه ده ورکړې،ځکه اسلام اباد د کابل په تړاو خپل واحد ستراتیژیک عمق لري .

همدرد زیاته کړه :« افغان حکومت او افغان سیاسیونو تل دا هڅه کړې،چې له پاکستان سره دښه ګاونډیتوب چپټر خلاص کړي او له دوي سره تګ راتګ ولري، ځکه دا جغرافیه د بدلون وړ نه ده،خو متاسفانه چې د پاکستان ملکي حکومت صلاحیت نه لري.»

په تیرو دوه لسیزو کې دا لومړی ځل نه دی،چې اسلام اباد له کابل سره یوځای د ترهګرۍ پر وړاندې پرګډې مبارزې ژمنه کوي،خو د عملي کیدو لپاره پاکستان لا تر اوسه پوررې کوم ګام نه دی پورته کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist