د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د شنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳کال د وږي ۱۷ مه) د المپیک ملي کمېټې، د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د المپيک ملي کمېټې سرپرست مولوي احمد الله وثیق پر آزادو سيالو د بنديز په اړه د د سرپرست حکومت له پرېکړې ننګه وکړه او وویل، يادو لوبو ته له شرعي پلوه اجازه نه شته.
نوموړي همدا راز د ښځو ورزش په اړه وویل، د نارينه وو په څېر ښځې هم د ورزش کولو حق لري او د حجاب په مراعتولو سره کولی شي په آزادو ساحو کې هر وخت چې وغواړي، ورزش وکړي.
وثیق زیاتوي: « دا وقعیت دی چې سپورټ د ټولو لپاره یوه اړتیا ده که دا نارینه وي که ښځینه یا ځوانان او بوډاګان. ښځې کولی شي د شرعي حجاب په رعایتولو سره خپلو شاوخوا آزادو ساحو کې وګرځي. زموږ معلومات ښيي چې کابل ښاروالي په پلان کې لري د ښار په بېلابېلو ساحو کې د فامیلونو لپاره یو شمېر پارکونه جوړ کړي. د فري فایت پر لوبو ځکه بندیز لګول شوی چې دغه لوبې له شرعي چوکاټ او د دین له اساساتو بهر دي.»
وثيق وایي، د سپورټي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون زمینې برابرول، په هېواد کې دننه د سياليو ترسره کول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکول او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول روان کال د المپيک ملي کمېټې له مهمو لومړیتوبونو دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، تېر کال افغان ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.
وثیق وايي: « تېر یو کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سپورټي څانګو لپاره ۴ زره تشویقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ جوړې شوې دي. د بېلابېلو سپورټي څانګو ورزشکارانو په ۹۸ بهرنیو لوبو کې ګډون کړی او په کې د سروزو ۲۲، د سپینوزرو ۳۰ او ۴۰ د برنزو مډالونه ګټلي دي. له بهرنیو سیالو غټو لاسته راوړنو کې د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې تګ، د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې له خوا د کافا جام اتلولي ګټل شامل دي.»
د آسیا پر کچه سیالیو په څوارلسم پړاو کې د ۱۲ آسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې افغان ورزشکاران په کې د سرو زرو د ۹، د سپینو زرو ۴ او د برونزو ۵ مډالونو په ګټلو سره ښه وځلېدل.
چارواکي وایي، د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په جي ۲ سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې اتلولي هم د دې ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي: « اساس او بنسټ دا دی چې تر هغو موږ بهرنۍ لوبې ونه لرو، زموږ د کورنیو لوبو کیفیت نه شي لوړېدای او نه شو کولی په نړیواله کچه سیالي وکړو.»
د المپیک ملي کمېټې ویاند الله محمد اتل مشواڼی وايي: « له بهرنیو سیالیو څخه زموږ یوه بله مهمه لاسته راوړنه نړیوال جام ته د لومړي ځل لپاره د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل دي. له دې وړاندې د افغانستان فوټسال لوبډله هېڅکله نړیوال جام ته نه وه وتلې.»
چارواکي وايي، د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست تېر کال د واليبال درېيم، د وزلوبې یا بزکشۍ پنځم لیګ، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
همدارنګه دوی زياتوي، په بهرنیو سیالیو کې ورزشکارانو ته د ګډون فرصتونو برابرولو لپاره نږدې ۵۰ سفرونه په پلان کې دي چې د رسمي بلنلیکونو پر بنسټ به ترسره شي.