Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون رامنځته کړ

اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون رامنځته کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

که څه هم د اسلامي امارت رهبر له فرمان سره سم په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق له وړاندې بندیزلګېدلی او چارواکي یې د صفر کولو خبره کوي، خو بیا هم اسلامي امارت له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړی عالي کمېسیون رامنځ ته او لومړنۍ ناسته یې ترسره کړه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه کمېسیون مشري پر غاړه لري او همدا راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په ګډون، نږدې ۳۰ وزارتونه او خپلواکې ادارې د دغه کمېسیون غړيتوب لري.

د کمېسیون چارواکي وايي، په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق بند دی او په خبره یې د  اسلامي امارت جدي مبارزه سبب شوې چې دغه پدیده صفر ته راټیټه کړي.

د نشه‌ یې توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالکبیر وايي: « نشه يي توکي د اسلام له نظره حرام او د اسلامي امارت د قوانینو له مخې منع دي او هېچا ته د دغو توکو د کښت، تولید او قاچاق اجازه نه شته. اسلامي امارت په تېرو درېیو کالو کې د ټول هېواد پر کچه د امیرالمؤمنین له حکم سره سم نشه يي توکي له منځه یوړل او صفر ته یې نږدې کړل. د دغو توکو د منځه وړلو په اړه هغه اهداف چې اشغالګرو په میلیاردونو ډالرو ترلاسه نه کړل، اسلامي امارت د خلکو په همکارۍ په یوازې سر ترلاسه کړل.»

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون نشه يي توکي یوه نړیواله پدیده بولي او وايي، باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

چارواکو پر نړیوالو  غږ وکړ چې خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د بدیل معیشت په برخه کې کړې دي.

دغه راز دوی غوښتنه وکړه چې له نشه يي توکو  سره د مبارزې په برخه کې نړیوال باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

د نشه ‌یې توکو پر وړاندې مبارزې عالي کميسیون مشر مولوي عبدالکبیر: « د دوحې په درېیمه ناسته کې د بدل کښت په اړه مهم بحثونه وشول. موږ هیله من یو چې له افغان بزګرانو او د کرنې له سکټور سره د مرستو په برخه کې شوې ژمنې عملي شي. د افغانستان بزګر او بڼوال د بدیل کښت د میکانیزه کولو او آبیارۍ سیسټم د فعالولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او نړیوال باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.»

 

د نشه‌ یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون غړی خلیفه سراج‌الدین حقاني: « ولس باید په دې برخه کې له موږ سره خپله همکاري جاري وساتي؛ د کوکنارو د ممنوعیت په اړه د امیرالمؤمین حکم په کلکه عملي او پرځای یې نور سالم بوټي وکري. څرنګه چې دغه آفت یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د ټول بشریت لپاره خطر دی، باید نړیواله ټولنه د بدیل معیشت په برخه کې خپلې مرستې له اسلامي امارت او له کروندګرو سره همکاري وکړي.»

 

د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون غړی ملا یعقوب مجاهد: « له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره هر اړخیزې مرستې وکړي. نړۍ تل شکایت کوي چې نشه يي توکي له افغانستان څخه نړۍ ته صادرېږي، خو نن چې اسلامي امارت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي، نړۍ چوپه خوله ده او خپل مسوولیت نه ترسره کوي.»

 

په ورته وخت کې د بهرنيوچارو وزارت سرپرست هم غونډې ته خبرې وکړې او وویل، د نشه یي توکو پر وړاندې باید جدي مبارزه وشي؛ ځکه چې همدا پدیده له نړۍ سره د افغانستان د نظام او خلکو پر اړیکو ناسم اغېز کوي.

متقي زیاتوي: « دا داسې یو ناوړ بوټی او نشه ده چې له یوې خوا د انسانانو ژوند اخلي او له بلې خوا له نړۍ سره د افغانستان د ولس او حکومت پر اړیکو منفي اغېز کوي. د همدې توکو د قاچاق په تور د نړۍ په هوايي ډګرونو کې زموږ له مسافرو څخه له سپکاوي ډکه تلاشي اخیستل کېږي.»

خو کورنیوچارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د رهبر فرمان ورکړل شوی، له دغې پدیدې سره یې جدي مبارزه کړې او په تېرو دوه نیمو کالو کې یې ۷۸ زره عملیات ترسره کړي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، د دغو عملیاتو پرمهال ۲۰ زره قاچاق کوونکي نیول شوي، د بېلا بېلو نشه يي توکو د تولید شاوخوا ۱ زر ۵۰۰ کار خونې له منځه وړل شوې او دغه راز ۶ زره ټنه نشه يي توکي نیول شوي او سوځول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار وايي: « په دې عملیاتو کې نږدې ۲۰ زره تورن قاچاقبران او د نشه يي توکي وېشونکي نیول شوي، د شرابو، نشه يي تابلېتونو او ښيښې په ګډون د بېلابېلو نشه يي توکو د تولید ۱ زر ۴۵۰ کارخونې ویجاړې شوې او شاوخوا ۶ زره ټنه بېلابېل نشه يي توکي نیول شوي دي.»

د نړیوالو یوه غو ښتنه دا ده چې  باید افغان حکومت نشه يي توکي له منځه یوسي هغه څه چې سرپرست حکومت وايي له منځه وړل شوي او صفر ته نږدې شوي دي.

شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې جدي دی، خو نړیوالو ته هم پکارده چې په دې برخه کې له افغان کروندګرو سره مرستې وکړي او دغه کار ښايي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ګټور ګام تمام شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist