د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېت افغانستان ته د خپل سفر بنديز په اړه د سرپرست حکومت پرېکړه په شا تګ بولي بولي او وايي، که سرپرست حکومت پر خپل دريځ ټینګ ودرېږې او خپله پرېکړه بدله نه کړي، ښايي د ملګرو ملتونو او سرپرست حکومت تر منځ اړیکې ترینګلې شي.
بېنېت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅه یې کوله، له نړیوالو سره د سرپرست حکومت اړیکې جوړې او نړیوال له ياد حکومت سره تعامل ته وهڅوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« ما په دوامداره توګه له اوسنیو چارواکو سره د شفاف تعامل غوښتنه کړې او زه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل مسوولیت په توګه یوه جدي ارزونه وړاندې کوم او د ښه والي لپاره يې عملي سپارښتنې او تخنیکي مرستې وړاندې کوم. اختلافونه د خبرو له لارې هوارېږي. زه له طالبانو غواړم چې خپله پرېکړه بدله کړي.»
هڅه مو وکړه په دې اړه د حکومتي چارواکو نظر واخلو خو ځواب يې را نه کړ.
د سیاسي چارو کارپوهان بيا د بېنېت پر سفر د بنديز پرېکړه د عامو افغانانو پر زيان بولي او زياتوي، نوموړی د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوی او دې سازمان ته يې د کار پايله ارزښت لرونکې ده.
دوی وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې په اوسنیو شرایطو کې له نړیوالو سره د بشپړې همغږۍ پر اساس مخته ولاړ شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر نه کوم د بېنېت دا خبرې د امنیت شورا له پرېکړې پورته وي چې ګني دی به له نړیوالو سره د طالبانو اړیکو ته لاره جوړه کړي. د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه د ده له خبرو څخه ډېره لوړه ده؛ دا په دې مانا چې طالبان به کله هم د امربالمعروف له قانون څخه تېر نه شي.»
ځينې نور بیا غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د نړيوالو مشروع غوښتنو په منلو سره په نړيواله کچه له راتلونکې انزوا ځان وژغوري.
د سیاسي چارو شنوونکی واحدالله فقيري وايي: « د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ شته کشاله یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې په افغانستان کې اصلاحات راشي، طالبان ځینې اصلاحات ومني او له افراطیت څخه لاس واخلي. زه فکر نه کوم نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت د دوام په صورت کې له دوی سره تعامل وکړي.»
ریچارد بېنېت د خپلې خبرپاڼې په پای کې ډاډ ورکړی چې د سرپرست حکومت له بندیزونو سربېربه به خپل کار ته ادامه ورکړي او چارې به له بهر تنظيموي.