د فرانسې پلازمېنه پارېس ښار کې سلګونه کسان لارو او کوڅو ته وتلي او د کورونا وبا ضد واکسین پر وړاندې یې لاریون کړی دی.
پوليسو د لاريون کوونکو د پاشلو په موخه اوښلن ګاز کارولی او يو شمېر لاریونوال نیولي هم دي.
لاریونوال وايي، د کورونا وبا ضد واکسین پر روغتیايي اړخ شکمن دي او د حکومت هغه پرېکړه غندي،چې واکسین په جبري توګه وشي.
د فرانسې پوليسو رسنيو ته ويلي، د هېواد په کچه يې د واکسين نه کولو ۵۳ لاريونونه تر سره شوي، چې زرګونه کسانو په کې برخه اخيستې وه.
د مالوماتو له مخې فرانسه کې تر دې مهاله، له پنځه ميليونه زيات کسان پر کورونا وبا اخته شوي او له ۱۱۱ زرو زيات ترې مړه شوي دي.